د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

سلطان زوی له اشرف غني او جمیل کرزي له عبداله نه ملاتړ وکړ


په دویم پړاو انتخاباتو کې له کاندیدانو څخه د ملاتړ په لړکې دا ځل د جمهوري ریاست د لومړي پړاو انتخاباتو کاندید داود سلطانزوی له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

په همدې ورځ په کابل کې د ځوانانو د ملي پیوستون ګوند مشرجمیل کرزي د دویم پړاو انتخاباتو له بل کاندید عبدالله عبدالله څخه ملاتړ څرګند کړ.

دواړو کاندیدانو به جلاجلا غونډو کې له رسنیو سره خبرې کړي او دا ډول ملاتړونه یې د ځان په ګټه بللي.

که څه هم د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو د کمپاین پیل ته څو ساعته پاته دي، خو په کابل کې د چهارشنبې په ورځ له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله څخه د ملاتړ دوه غونډې جوړې شوې.

د جمهوري ریاست د لومړي پړاو انتخاباتو کاندید دواد سلطانزوی له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او وېي ویل، چې دغه پریکړه یې د هېواد ملي ګټو ته په کتو کړې ده:

″هدف د افغانستان د خلکو او د ولس سوکالي او پرمختګ او د ظلم، فساد، استبداد او بې عدالتۍ نه د دوی ژغورنه او د دې اهدافو لپاره هغسې یو ولسمشر وټاکل شي، چې دې اهدافو ته موږ نږدې کړي.″

اشرف غني احمدزي هم د سلطانزوی له دې اقدامه هرکلۍ وکړ او نوموړی یې یو مبتکر شخصیت وباله.

اشرف غني وویل، چې د سلطانزوی دا اقدام د ده د ټیم په ګټه دی او بریالیتوب ته به یې نږدې کړي.

د ولسي جرګې پخواني غړي داود سلطانزوی په لومړي پړاو انتخاباتو کې ۳۰۶۸۵ رایې ګټلې وې، چې په اتو کاندیدانو کې یې اوم مقام خپل کړی وو.

په یوه بله جلا غونډه کې بیا د ځوانانو د ملي پیوستون ګوند مشرجمیل کرزي د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو له بل کاندید عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلي کرزي وویل، چې په دې اقدام سره یې د هېواد د ملي یووالي په لور یو ګام کیښود او پردیو ته یې وښودله، چې افغانان سره یو موټی دي:

″زه له دغه ټربیونه د افغانستان د ځوانانو د ملي پیوستون له ټولو غړو هیله کوم، چې په دې پړاو کې د ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله ملا ور وتړي، هغو اجنبیانو ته، چې غواړي د افغانستان په قومونو کې بې اتفاقي راولي او غواړي موږ بیا سره بیل کړي، هغوی ته زه غږ کوم، چې اې وروره، دلته موږ موجود یو، ډیر اصیل افغانان موجود دي او مونږ به تا هیڅکله پرې نه ږدو، چې ته د افغانانو یووالي او ملي وحدت ته صدمه ورسوې.″

ډاکتر عبدالله عبدالله هم هیله وښوده، چې له دې سره به هغه توطئې تریوه حده شنډې شي، چې د افغانانو د بې اتفاقۍ لپاره د بهرنیانو له خوا جوړې شوي.

له دې وړاندې د جمهوري ریاست د لومړي پړاو دوو کاندیدانو زلمي رسول او محمد شفیق ګل آغا شیرزي هم له عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړی وو.

د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد بیا څه موده وړاندې له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړی وو.

د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د انتخاباتي ډلو استازو ازادي راډیو ته وویل، چې دواړه ډلې په دې هڅه کې دي، چې د ځینو نورو سیاسي څیرو او ګوندونو ملاتړ هم ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د جوزا په لومړۍ نیټه د دویم پړاو انتخاباتو د کمپاین بهیر پیلیږي او د همدې میاشتې تر یوویشتمې پورې دوام کوي.

ټاکل شوې د جوزا په څلوریشتمه نیټه د افغانستان د جمهوري ریاست دویم پړاو انتخابات ترسره شي.

راپور: اسدالله ″لودین″- کابل
XS
SM
MD
LG