د امریکا د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر جوبایډن مسکو ته د اوکراین د راتلونکو انتخاباتو د ګډوډولو پرضد خبرداری ورکړی دی.
بایډن چې د رومانیا د ولسمشرپه بلنه یې بخاریست ته سفر کړی، په دې اړه یې د رومانیا د ولسمشر ټرایان باسیسکو سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې څرګندونې کړي.
جوبایډن د رومانیا د ولسمشر باسیسکو سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل، موږ باید پرمسکو د بندیزونو لګولو په برخه کې جدي و اوسو او زیاته یې کړه که چیرې په اوکراین کې د مې د پنځه ویشتمې نیټې د انتخاباتو د ګډوډولو هڅه وشي نو ترې دې سخت بندیزونه به پرمسکو ولګول شي.
د امریکا د متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر د ناټو د تړون د پنځمنې مادې ژمنې تکرار کړې او ویې ویل، پرکریمیا د روسيي یرغل چې د ناټو د غړي هېواد رومانیا له پولي دوه سوه کیلومتره لرې پروت ټاپو دی دا وښوده چې ولې دې ژمنو ته اوس هم اړتیا ده.
د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن د رومانیا مننه وکړه، چې له خپل ناخالص داخلي تولیده یې خپله دفاعي بودیجه په سلو کې دوه زیاته کړې ده.
جو بایډن همدا رنګه وویل، د رومانیا په ډیویسیلو کې راتلونکی کال د مزایلو د دفاعي سیستم د نصبولو لپاره کار په سمه توګه روان دی.
د رومانیا ولسمشر باسیسکو د جو بایډن مننه وکړه او ویې ویل، چې د امریکا متحدو ایالتونو د اوکراین د کړکیچ په اړه په سیمه کې کې د هوايي ځواک د حضور په زیاتولو چټک غبرګون وښوده:
″ما د امریکا د متحدو ایالتونو له مرستیال ولسمشره مننه وکړه، د دې لپاره چې د اوکراین د کړکیچ او له روسیې سره د کریمیا د غیرې قانونې یوځای کولو په اړه یې سمدستي عکس العمل وښود او په سیمه کې یې د خپلو هوايي، سمندري او مځکنیو ځواکونو حضور زیات کړ.
دا ځواکونه اوس چمتو دي چې په هر ډول ماموریت کې برخه واخلي په ځانګړې توګه په داسې ماموریتونو کې څو د روسیې د هغې لیوالتیا مخه ونیسي، چې غواړي پخوانی شوروي اتحاد بیرته را ژوندی کړي.″
له روسیې سره د کریمیا له یوځای کولو وروسته ناټو د پولینډ او رومانیا په قلمرو د څارنې الوتنې پیل کړې، بالتیک او تور سمندرګي ته یې جنګي بیړۍ واستولې او پولینډ، رومانیا او د بالتیک نورو هېوادونو ته امریکايي سرتیري واستول شول.
باسیسکو وویل، دا دې ثبوت دی چې د امریکا متحده ایالات په خپله خبر ولاړ دي.
رومانیا په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د ناټو له تړون سره یوځای شوه. د امریکا متحده ایالات د رومانیا کانسټنټا سمندري ساحل کې پوځي اډه لري.
بایډن بخاریست ته د سې شنبې په ورځ د واشنګټن د هغه کمپاین په ترڅ کې ورسیده چې غواړي د ختیځې اروپا متحدین ډاډه کړي چې د امریکا متحده ایالات د اوکراین پر سره د روسیې سره د لویدیځ د مخامخ کیدو ملاتړ کوي.
له رومانیا څخه به بایډن د چارشنبې د ورځې په ناوخته قبرس ته سفر وکړي.