د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

بلوچستان: بارانونو څلور تنه مړه کړي


د پاکستان په بلوچستان صوبه کې له تېرو دوو اونيو راهیسې بارانو په سلګونه کورنۍ متاثره کړې، او د بلوچستان د کورنيو چارو د وزیر سرفراز بګټي په خبره څلور تنه ددې بارانو له امله مړه شوي او تر شل زیات ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي د سې شنبې په ورځ په کوټه کې خبري غونډې ته وویل، بارانو ټوله صوبه نه، بلکې يواځې څلور ضلعې يې متاثره کړې، چې هلته هم حالات بېخي زیات خراب نه دي:

زموږ د درې څلور ضلعې دي، چېري چې بارانو څه لږ زیات تاوان رسولی دی. چې په هغوى کې په سبي کې يو ټرک د خوړ اوبو وړی او موټر چلوونکی يې ووژل شو. دوه تنه په تربت کې له تندر څخه ووژل شول. همداسې په بارکهان او موساخېل سیمو کې لږ تاوانونه شوي دي

د ویلو وړ ده چې په دې وروستيو کې بارانو د کوټې په شمول په يو شمېر پښتون مېشتو او بلوڅ مېشتو سیمو کې کچه کورونه نړولي، ولاړ فصلونه يې تباه کړي او ځينې لويې لارې يې هم بندې کړې دي. خو د بلوچستان حکومت وايي، تر اوسه پورې لاهم ددې بارانو له وجې دومره تاوان شوی نه دی، چې له نورو صوبو څخه د مرستو خواست وکړي.

XS
SM
MD
LG