د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

مشرانوجرګه: م.م دې د پاکستان له خوا د راکټي حملو مخه ونیسي


مشرانو جرګې د ملګرو ملتونو د سازمان له امنیت شورا څخه وغوښتل، چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې پر افغانستان د راکټي بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

د دې شورا د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې تر ډیره پر همدې مسالې بحثونه وشول.

د مشرانو جرګې اداري پلاوي وویل، چې په دې هکله به د نن ورځې تر پایه یوه اعلامیه هم صادره کړي.

دوی وایي، چې په دې اعلامیه کې به له افغان حکومته هم وغوښتل، چې د دې راکټي بریدونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

په عین حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې وار دمخه یې د دې راکټي بریدونو د بندولو غوښتنه کړې.

خان محمد سیند په دې اړه جزییات وړاندې کوي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG