د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

د ولایتي شورا د انتخاباتي شکایتونو د ثبت لپاره ۲۴ساعته وخت وټاکل شو


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولايتي شوراګانو کاندیدانو او خلکو ته څلورویشت ساعته وخت ورکړ، چې خپل شکایتونو له دې کمېسیون سره ثبت کړي.

د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لومړني نتایج نن د انتخاباتو خپلواک کېسیون په ویب سایټ کې خپاره شول او د قانون له مخې هرڅوک حق لري چې په دی اړه خپل شکایتونه وړاندی کړی.

د افغانستان د انتخاباتو د څار موسسې د شکایتونو د درج لپاره ټاکلی وخت کم وباله او د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیونه یې وغوښتل چې د شکایتونو د ثبت لپاره موده وغځوی.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د ولایتي شوراګانو له ټولو کاندیدان څخه غوښتنه وکړه چې د لومړنيو نتایجو په اړه خپل شکایتونه د چهارشنبې د ورځې تر دوولسو بجو پورې یاد کمېسیون ته وسپاري.

د دې کمېسیون ویاند نادر محسیني د سې شنبې په ور ځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې له څلورویشته ساعته وروسته کمېسیون شکایتونه، نه ثبتوي:

″که څوک د هغه چا په اړه شکایتونو لري چې په لومړنیو نتایجو کې یې نوم د بریالیو کاندیدانو په لیست کې راغلی وي، یواځې څلوریشت ساعته یعنې د چهارشنبې تر دوولسو بجو پور وخت ورکول کیږي،چې په ۳۴ ولایتونو او همدارنګه په مرکز کې خپل شکایتونو ثبت کړي.″

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سې شنبې په ورځ په خپل ویب سایټ کې د ولایتي شوراګانو دانتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړل.

ټاکل شوې وه، چې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لومړني نتایج دثور په 27 نیټه اعلان شي خو ددې کمیسیون مسوولان وايې چې دا کار یې د ښه شفافیت په هدف د ثور ۳۰ ته وځنډاوو.

د افغانستان د انتخاباتو د څار موسسه که هم د انتخاباتي شکایتونو له دې اعلان نه هرکلی کوي، خو وايي د جمهوري ریاست د لومړي دور انتخاباتو تجربو وښودله چې د شکایتونو لپاره ټاکل شوې موده کمه ده.

د دې موسسې مشر جانداد سپین غر دشکایتونو له کمېسیون څخه وغوښتل چې ټاکل شوې موده نور هم وغځوي:

″څلورویشته ساعته تعین شوی وخت ډېر کم دی په دې دلیل چې کاندید باید په ویب سایټ کې اېښودل شوې ورقې او معلومات وګوري او په اساس یې شکایت کمېسیونون ته وړاندې کړي ،نو که چېرې معلومات په خپل وخت ترلاسه نه کړي نو بنآ وخت کم دې باید موده وغځول شي او مناسب وخت ورته تعین شي.″

ټاکل شوې چې دولایتي شوراګانو دانتخاباتو وروستي نتایج دجوزا په اوولسمه نېټه اعلان شي.

د ولایتي شوراګانوځینې کاندیدان ټینګارکوي چې د انتخاباتي شکایتونوکمیسیون باید د دوی موجود شکایتونه په شفاف ډول وڅیړي ترڅوعدالت ټینګ اوحق حقدارته ورسیږي.
XS
SM
MD
LG