د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

په هند کې پياوړی حکومت نړۍ ته د هند مثبت رول څرګندوي


د انډيا ټوډې ورځپاڼه وايي، د بي جې پي په مشرۍ کې به د باندينيو هېوادنو سره اړيکې وده وکړي.

د بي جې پي پراخه ټاکنيز بری به د بهرنۍ پاليسۍ په برخه کې هند ته ګټه وکړي.

په هند کې يو پياوړی حکومت نړۍ ته د هند رول مثبت برېښوي.

نور هېوادونه به دا پايلې ته ورسيږي چې د هند نوی حکومت به ډيره پرځان متکي بهرنۍ پاليسي ولري او د هېواد د ګټو د دفاع لپاره به خپل ټول وسه وکړي.

بي جې پي د هند دننه او دباندې د هندو ملتپاله ګوند په نامه شهرت لري. نو د مودې ترمشرۍ لاندې حکومت به له فکري او عملي لحاظه ملتپاله ګڼل کيږي.

د انډيا ټوډې له قوله، د نړۍ سترو هېوادونو د هند د نړېوال رول په هکله داسې ګڼل چې دا هېواد په خپلو کورنيو ستونزو کې ګېر دی او د بهرنۍ نړی سره په ښه توګه اړيکې نه شي ټينګولی.

مودي يو غوره سياستوال او د هند پر اقتصادي وده باور لري.

هغه هېوادونه چې په سيمه کې قصداً پارونې کوي، د مودي تر مشری لاندې هند په هکله به یو ځل بيا په خپلو اعمالو تجديد نظر وکړي.

انډيا ټوډې ليکي، د مودي ترمشرۍ لاندې د هند ريښتونې ګټې بايد له پامه ونه غورځول شي.

وروسته له دې چې مودي انتخابات په اکثريت وګټل، دا پوښتنه مطرح شوې چې ايا هغه به په بهرنۍ پاليسۍ کې کوم ابتکار ولري که نه؟

د هند پر پخواني حکومت دا نيوکې کيږي، چې په خپلو پاليسيو کې يې له حده زياته حوصله او زغم کاوه او له دې وجې يې ډير فرصتونه له لاسه ورکړل او له نوي حکومت څخه تمه کيږي چې په دې هکله پام وکړي.

د انډيا ټوډې ورځپاڼه زياتوي، چې په دې وروستيو کې د پاکستان له خوا منفي عمل ليدل کيږي.

د مثال په توګه د هند پر خلاف د مسلمان افراطيانو پارونه، د سوداګرۍ او اوبو په سر لانجه او له پاکستانه د دوو هندي ژورناليستانو شړل پر دې سربېره چې د هند او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ټينګولو پروژه امن کي آشا يا د سولې هيله هم پلې کيده.

د نواز شريف له خوا مودي ته د هغه د ټاکنو پر ګټلو مبارکي او هغه ته د پاکستان د ليدنې بلنه ورکول بايد يوه عادي خبره او د نواز شريف د خپل ځان ښودلو هڅه وګڼل شي.

انډيا ټوډې ورځپاڼه زياتوي، د هند او امريکا ترمنځ اړيکې مهمې دي خو امريکا بايد لنډ مهاله اړيکو ته پر اوږد مهاله ستراتيژيکو اړيکو لومړيتوب ورنه کړي.

انډيا ټوډې ورځپاڼه د اوباما له خوا مودي ته تليفون او امريکا ته بلنه د ستايلو وړ خبره ګڼي.
XS
SM
MD
LG