د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

کارني: د روسي سرتیرو د شاتګ نښې نه دي لیدل شوي


د امریکا متحده ایالات او ناټو وايي، تر اوسه یې د اوکراین له پولو څخه د روسي سرتیرو د په شا کیدو نښې علامې نه دي لیدلي.

ولسمشر پوتین د دوشنبې په ورځ وویل، چې خپلو سرتیرو ته یې د اوکراین له پولو څخه د په شا کیدو امر کړی دی.

د سپینۍ ماڼۍ ویاند جي کارني د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، واشنګټن غواړي چې د ولسمشرپوتین د وروستي امر په اړه تر قضاوت مخکې د اوکراین له پولو څخه د روسي سرتیرو د په شا کیدو روښانه شواهد وګوري.

جي کارني په دې اړه د ناټو د سرمنشي اندریس فوغ راسموسن مخکینۍ څرګندونې تکرار کړې. راسموسن ویلي وو:

″د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د دې اعلامیې په اړه چې روسي سرتیرو ته یې امر کړی څو د اوکراین له پولې بیرته خپلو اصلي اډو ته په شاشي، له بده مرغه باید ووایم، موږ تر اوسه د دې هیڅ نښه نه ده لیدلي چې روسانو دې د اوکراین له پولې څخه د خپلو سرتیرو شا ته کول پیل کړي وي.

اوس، زه فکر کوم چې دا د روسي سرتیرو په اړه د پوتین درییمه اعلامیه ده، خو تر اوسه مو له سیمې څخه په هیڅ ډول د سرتیرو وتل نه دي لیدلي.″

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي پرون وویل، روسیې تر دې مخکې هم ورته اعلان کړی خو وروسته یې عملي نه کړ.

د دوشنبې په ورځ د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین دفتر وویل، نوموړي د اوکراین پولي ته نژدې پرتو سرتیرو ته امر کړی چې د پسرلنیو پوځي تمریناتو له پای ته رسیدو وروسته خپلو دایمي اډو ته ستانه شي.

ناټو اټکل کوي، چې روسیې د اوکراین پولې ته نژدې، څلوېښت زره سرتیري ځای پر ځای کړي دي.


په عین حال کې د روسیې د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز ویلي، په سیمه کې د ناټو زیاتیدونکی پوځي فعالیت د اوکراین په ختیځ کې د وضیعت له ښه کیدو سره مرسته نه شي کولی.

والیري ګیراسینوف دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړي چارواکي د هغو شرایطو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې په کومو کې به چې اوکراینیان د مې په پنځه ویشتمه نیټه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې رایې ورکوي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ایوان سیمونویڅ د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ملګرو ملتونو د اوکراین په ختیځ کې د انتخاباتي چارواکو د تښتولو او نیولو راپورونه تر لاسه کړي، او ویره ده چې ډیر خلک به له دې سیمې څخه د قانون د نشتوالي له کبله وتښتي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ارسین اواکوف منلې چې د ډونیڅک او لوهانسک په ختیځو سیمو کې چیرې چې روسي بیلتون غوښتونکو په خپل سره د خلکو جمهوریت اعلان کړي امنیتي وضیعت ښه نه دي او انتخابات په کې په عادي توګه نه شي ترسره کیدلی:

″موږ هیڅوک نه تیرباسو او په روښانه توګه دا درک کوو چې د ډونیڅک او لوهانسک په ډیره سیمه هیڅ امکان نه لري چې په عادي توګه انتخابات ترسره شي.

د رايي ورکولو په مرکزونو بریدونه شوي، ټاپې پټې شوې دي، د انتخاباتي کمیسونونو ځینې مشران تښتول شوي. دا د هغو ډلو مستقیم فعالیت دی چې غواړي دا انتخابات ګډوډ کړي.″

په عین حال کې د اوکراین تر ټولو بډای سړي رینات اخمتوف د روسي پلوو یاغیانو پر ضد د سوله ایزو مظاهرو غوښتنه کړې. نوموړي په یوه تلویزوني مرکه کې ویلي، خلک نور د ویرې او ډار په شرایطو کې له ژوند کولو ستړي شوې دي.

نوموړي دده تر کنترول لاندې د فابریکو له کارګرانو غوښتي چې د بیلتون غوښتونکو پر ضد مظاهره وکړي.

په عین حال کې د سې شنبې په ورځ د روسیې د دفاع وزارت ویلي د ولسمشر پوتین له امر سره سم د بریانسک، بیلګورود او روستوف له سرحدي سیمو څخه یې سرتیري د په شا کیدو چمتوالی نیسي.
XS
SM
MD
LG