د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

هوتکي: مدني ټولنې خلک د دوهم پړاو په انتخاباتو کې ګډون ته هڅولای شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د مدني ټولنو له ټولو سازمانونو نه غواړي چې د دوهم دور انتخاباتو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

د دې کمېسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي د سې شنبې په ورځ په دې اړه جوړ شوي خبري کنفرانس کې وویل، مدني ټولنې کولای شي خلک وهڅوي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

په عین حال کې د افغانستان د مدنې ټولنې یو غړی محمد شعیب ناصري وايي، دوي به د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او خپل وړاندیزونه یې هم د انتخاباتو کمیسیون ته وړاندې کړي دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ټولو مدني سازمانونو نه وغوښتل، چې د انتخاباتو د پروسې د څارنې او د خلکو د عامه پوهاوي د کچې په لوړولو کې د دغه کمیسیون سره همکاري وکړي.

د دې کمېسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي د سې شنبې په ورځ یو خبري کنفرانس کې وویل، د مدني ټولنو سازمانونو په تېرځل انتخاباتو ډیر ارزښتناک رول لوبولی.

هوتکي وايي، د انتخاباتو د بهير د څارنې لپاره به مدني ټولنو ته لا زيات امکانات په واک کې ورکړل شي:

″کومه غونډه چې را بلله شوی د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د مدني سازمانونو څخه په دوستانه ډول هیله کوي، څو د عامه پوهاوي په اړه د انتخاباتو کمېسیون سره همکاري ولري او د انتخاباتو له پروسې څخه څارنه وکړي.″

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستي نتایج تیره اونۍ اعلان کړل، چې له مخې یې هیڅ یو کاندید پنځوس فیصده جمع یو رایې نه دي ترلاسه کړي او له همدمې امله انتخابات دویم دور ته ولاړل.

د وروستیو نتایجو له مخې، عبدالله عبدالله پنځه څلویښت فیصده او اشرف غني احمدزي یو دیرش عشاریه شپږ فیصده رایې ګټلي دي.

که څه هم د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان په لومړي دور انتخاباتو کې د جدي ستونزو یادونه کوي، خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون وايي، دوهم دور انتخابات به په ښه او شفاف ډول ترسره کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې دویم دور انتخابات به د جوزا په څلورویشتمه وشي.

په همدې حال کې د افغانستان دمدنې ټولنې یو غړي محمد شعیب ناصری چې په یاده غونډه کې یې ګډون کړی و یو وار بیا ژمنه وکړه چې په دوهم دور انتخاباتو کې به هم خلکو ته د انتخاباتو په اړه پوره معلومات ورکوي.

هغه په دې برخه کمیسیون ته ځینې وړاندیزونه هم لري:

″لویه ستونزه اوس دا ده د خلکو غوښتنه دا ده چې د کارتونو توضیح بیا شروع شي ځکه دا یوه لویه ملي پروسه او هر افغان حق لری څو د رای اچونې کارت ترلاسه کړي او خپله رایه وکاروي.″

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي ، په ډیموکراټیکو هېوادونو کې مدني ټولنې او رسنۍ د ډیموکراسۍ مهم عناصر بلل کیږي.

د کتونکو په باور، لکه څنګه چې د افغانستان زیات شمېر وګړي د زده کړۍ له نعمت بې برخې دې نو مدنی ټولنې او رسنۍ په ګډه مسولیت لري چې د انتخاباتو د ارزښت په اړه خلکوته معلومات ورکړي او د انتخاباتو له پروسې نه په جدي توګه څارنه وکړي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG