د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

فیضي: له ولسمشر پوتین سره د حامد کرزي لیدنه مهمه ده


د افغانستان جمهور رییس د چین په شانګهای کې د اسیایي هېوادونو ترمنځ د متقابلو همکاریو او اعتماد جوړولو د سازمان د مشرانو د غونډې په درشل کې د روسیې له جمهور رییس سره ګوري.

افغان چارواکي دغه غونډه مهمه ګڼي.

د افغانستان د جمهور رییس ویاند ایمل فیضي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د روسیي له جمهور رییس سره د حامد کرزي لیدنه مهمه ده او د هغې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او یو لړسیمه ییزو مسایلو په هکله خبرې کیږي:

″د دې ترڅنګ جمهور رییس حامد کرزی د دغه څلور ورځني سفر په ترڅ کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره ګوري، چې په هغه کې به د ډیرو مهمو ملاقاتونو څخه د ښاغلي جمهور رییس حامد کرزي ملاقات د روسیي د جمهور رییس ښاغلی ویلادیمیر پوتین سره وي چې دغه ملاقات ډیر مهم ملاقات دی او په دې کې به هم د دواړو هېوادونو د همکاریو په اړه او د ځینو نورو مسایلو په هکله خبرې وشي.″

د افغانستان جمهور رییس په داسې مهال د روسیي له ولسمشر سره ګوري چې د اوکراین د کړکیچ له امله د مسکو او لویدیځ اړیکي خړې پړې شوي دي.

افغانستان د هغو څو محدودو هېوادونو څخه دی چې د مسکو له خوا له روسیي سره د کریمیا د ټاپو وزمې د یوځای کولو ملاتړ یي کړی دی.

ټاکل شوې ده، چې د روسیي جمهور رییس ویلادیمیرپوتین د ایران، چین، مغلستان له جمهور رییسانو او د عراق له صدراعظم سره هم وګوري.

سره له دې چې افغان چارواکي د حامد کرزي او ویلادیمیر پوتین لیدنه مهمه ګڼي، خو په مسکو کې افغان کارپوه فاروق فردا په دې نظر دی، چې دغه لیدنه په عملي برخه کې ځکه دومره مهمه نه ده چې د حامد کرزی د واکمني دوره مخ په ختمیدو ده:

″دغه لیدنه مهمه ځکه ده چې روسیه اوس د یوه ابر قدرت په توګه د افغانستان غونډې د یوه هېواد له جمهور رییس سره ګوري نو ځکه دغه لیدنه افغان چارواکو ته اهمیت لري، خو که د فیصلو او توافقاتو له کبله چې ښاغلی کرزی له ښاغلي پوتین سره کوم توافق ته رسیږي په افغانستان کې به عملي جنبه ونه لري، ځکه چې په واک کې د کرزي اخري ورځې دي، نو د ده ټول قراردادونه به د راتلونکي منتخب جمهور رییس لپاره د منلو وړ نه وي .

دی غواړي په راتلونکي حکومت کې خپل حضور پوتین ته تلقین کړي.″


د افغانستان جمهور رییس د اسیایي هېوادونو ترمنځ د متقابلو همکاریو او اعتماد جوړولو دسازمان د مشرانوپه غونډه کې ګډون لپاره چې سبا پيلیږي د چین شانګهای تللی دی.

د افغانستان جمهور رییس د چین له مشرانو سره هم لیدلي دي . دبهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني، د جمهور رییس ددفتر مشر کریم خرم او د جمهوري ریاست ویاند له حامد کرزی سره ددغه څلور ورځني سفر ملګري دي.
XS
SM
MD
LG