د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

د ولایتي شورا د انتخاباتو ابتدایې نتایج اعلان شول


د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي، چې د ولایتي شوراګانو انتخاباتو ابتدایې نتایج نن اعلان شول.

د دې کمیسون مرستیال عبدالرحمان هوتکي نن په یوه خبرې کنفرانس کې وویل، چې په دې اړه ټول معلومات د انتخاباتو د خپلواک کمیسون په ویب سايټ کې موجود دي.

ټاکل شوې وه چې؛ د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لومړني نتایج دثور په 27 نیټه اعلان شوې وی خو دوي وايې چې دښه شفافیت له امله دا پروسه یو څه وځنډیده.

ښاغلي هوتکي همدارنګه د مدني ټولنو له سازمانونو وغوښتل چې دجمهوري ریاست د انتخاباتو په دویم پړاو کې د خلکو دعامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG