د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

احمدي: د انتخاباتو ترسره کېدل د افغانستان لپاره لویه بریا وه


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په هیواد کې د انتخاباتو د لومړي دور ترسره کېدل لویه بریا بللې او ویلي یې دي، چې دویم پړاو به هم په ښه ډول ترسره شي.

ارشاد احمدي په توکیو کې د تماس د نړېوالې ډلې په غوڼده کې ویلي چې؛ د وسله والو مخالفانو له ډیرو ګواښونو سره سره په افغانستان کې د جمهوري ریاست او او ولایتي شوراګانو انتخابات په ډاډمنه فضا کې ترسره شول او دا ښیي چې، افغان امنیتي ځواکونه ډېر پیاوړي شوي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې؛ ښاغلي احمدي د تماس د نړېوالې ډلې په غونډه کې ویلي چې؛ ولسمشر کرزي په انتخاباتو کې مداخله ونه کړه او د ځینو لویدیځو رسنیو او څیړونکو تبلیغات ټول ناسم ثابت شول.

ارشاد احمدي ویلي چې، د حمل د شپاړسمې انتخابات د افغانستان لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه وه او د نړېوالو لپاره هم چې له افغانستان سره د ډیموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره کار کوي یو ښه خبر و.

ده څرګنده کړې چې، افغانستان له پخوا نه ډیر پیاوړی شوی او خپل بیلا بیل ارګانونه یې جوړ کړي او د خپل حاکمیت حق یې ثابت کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې؛ د دې وزارت سیاسي مرستیال ارشاد احمدي د تماس د نړیوالې ډلې په غونډه کې په توکیو کې چې د ثور د میاشتې په پنځه ویشتمه جوړه شوې وه؛ ویلي چې، افغانستان کولای شي د نړېوالو په مرسته له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته بریالی وي او هغه شان چې لازمه ده پرمختګ وکړي.

ارشاد احمدي د تماس د نړېوالې ډلې غونډې ته ویلي چې؛ په افغانستان کې د سیاسي واک د لیږد لپاره تیاری نیول شوی او هرې دولتي ادارې او وزارتونه په دې برخه کې کار کوي.

ده ویلي، چې یو ځانګړی کمیسیون هم ګمارل شوی؛ ترڅو د نوي جمهور رییس د لوړې د مراسمو لپاره آمادګی ونیسي او ولسمشر کرزی ډېرعلاقه لري چې؛ نوي جمهور رییس ته سیاسي واک ژر انتقال کړي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG