د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

واشنګټن پوسټ: د امنیتي تړون لاسلیک د څه نور وخت لپاره وځنډید


یو شمیر لویدیځو ورځپاڼو او خپرونو بیا هم د افغانستان د انتخاباتو د دوهم دور په اړه مقالې او مطالب خپاره کړي دي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، دوهم پړاو ته د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو تلل په دې معنا ده چې؛ حامد کرزی به د څو نورو اونیو لپاره په واک کې پاتې وي.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د نوي ولسمشر د انتخاب لپاره لا هم څو اونۍ پاتې دي؛ یعنې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیک د څه نور وخت لپاره هم وځنډید.

خو د واشنګټن پوشټ په وینا د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ژمنه کړې ده چې؛ جمهوری ریاست ته له رسیدو وروسته به دا تړون لاسلیک کړي.

والسټریټ ژورنال:

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي، د پاکستان د صدراعظم سلاکار په ډاګه کړې چې؛ د افغانستان نوی ولسمشر به د حامد کرزي په مقایسه زیات فرصت ولري چې؛ له طالبانو سره د سولې خبرې پرمخ یوسي.

والسټریټ ژورنال د پاکستان د صدراعظم د نړېوالو اړیکو د سلاکار طارق فاطمي دا خبره هم نکل کړې چې؛ ویلي یې دي، په افغانستان کې په کامیابۍ سره د انتخاباتو ترسره کېدل به د یوه پراخ بنسټه حکومت د تشکیل لپاره زمینه برابره کړي.

خو د ورځپاڼې په وینا د پاکستاني مقماتو لپاره دا خبره مهمه ده چې؛ د افغانستان نوی حکومت هند ته اجازه ورنه کړي چې؛ د پاکستان د بې ثباتۍ لپاره د افغانستان له خاورې ګټه واخلي.

شرق الاوسط:

عربي ژبې شرق الاوسط ورځپاڼې د انتخاباتو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو یادونه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په یو شمیر سیمو کې امنیتي ګواښونو ته په پام سره دا پوښتنه مطرح کیږي چې؛ ایا د افغانستان خلک به په هم هغې لیوالتیا سره د انتخاباتو په دوهم پړاو کې برخه واخلي؛ په ډول يې چې په لومړی مرحله کې درلوده.

شرق الاوسط لیکي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې یوه بله جدي اندیښنه د درغلی موضوع ده.
XS
SM
MD
LG