د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۳

ننګرهار: په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ۳ ځوانانو جسدونه موندل شوي


د هغو درې تنو ځوانانو جسدونه د شنبې ورځې په سهار وختي د خوګياڼو ولسوالۍ ادوړ سیمه کې وموندل شول؛ چې پرون ناوخته یو شمېر وسله والو د دې ولسوالۍ له کوزبيار سیمې څخه تښتولي وو.

د خوګياڼو ولسوال نعمت الله نورزي ازادۍ راډيو ته ويلي؛ وسله والو پرون ناوخته شپږ تنه ځوانان، چې ټول میلمانه وو؛ له ځانه سره بيولي وو.

نوموړی وايي، له دې شپږو تنو څخه درې تنه يې وژلي وو او پاتې درې تنه ترې په تېښته بريالي شوي:

"دا شپږ تنه ځوانان د نیازبین په نامه یوه چا کره میلمانه راغلي وو؛ بیا چې کله ستنیږي د کوزبیا په ساحه کې وسله والو له دې ځایه اوچت کړي. د بل چا د وینا پر اساس درې تنه ترې تښیتدلي دي او دا درې تنه یې چې بيولي دي بیا هلته په خپل موټر کې ویشتي دي."

د سیمې یو تن قومي مشر ملک محمد عالم، چې د شنبې ورځې په سهار وختي له ادوړ سیمې څخه يې یاد جسدونه ولسوالۍ ته رانتقال کړي؛ وايي، د ولسوالۍ امنیه قومندان په هدایت يې دغه جسدونه راانتقال کړي؛ خو دا چې دا کسان چا او ولې وژل شوي ناخبري ښيي:

"ماته د ولسوالی قومندان صیب امنیه زنګ وواهه؛ چې لاړ شه او دا جسدونه راوړه، زه او یو څو ملګري مې موټر مو هم په شخصي پيسو ونیوه، لاړو جسدونه مو ولسوالۍ ته راوړل؛ دومره خبر یم، چې دا کسان دلته میلمانه راغلي وو؛ نور نه یم خبر، چې دا به چا وژلي وي."

خو د خوګياڼو ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو، چې نه يې غوښتل نومونه يې واخیستل شي؛ ازادۍ راډيو ته ویلي، چې دا کسان وسله والو طالبانو د امنيتي پوستو د شاوخوا یو کیلومټرۍ څخه وړي وو؛ وروسته هغه درې تنه، چې په تن يې درویشي وه هغه وژلي او هغه درې تنه نور، چې په کالو کې وو، هغه يې خوشې کړي دي.

دوی وايي، دغو کسانو وظیفه هم نه درلوده او یوازې دلته دوستانو کره راغلي وو.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د سیمې د خلکو دا ادعا په کلکه رد کړه او په خبره يې، دې قضيه په اړه دوی معلومات نه لري.

راپور: شاه محمود شینواری - ننګرهار
XS
SM
MD
LG