د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ لسګونه کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي


د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو لسګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې کړي.

دا بې ځایه شوي کورنۍ چې اوس مهال په کندزښار کې اوسیږي؛ وایي چې، په سیمه کې یې افغان امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړي او دوی اړې شوي چې؛ خپل کورونه پریږدي.

د د شت ارچي ولسوالۍ یوه اوسیدونکي په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې کرايي کورونه ډېر ګران شوي دي:

"زه د ارچې ولسوالۍ د انځرګل د کلي یم. اوس د سه صد فامیلۍ په دویمه کوڅه کې د خپلوان په کور کې دیره یم.

زموږ سره ډير زیات کورونه بې ځایه شوي؛ کاکا مې دی، د کاکا زامن مې او هم داسې نور خلک، څوک یو چېرته او څوک بل چېرې بې ځایه شوي دي؛ د کورونو کرایه ډیره ګرانه ده موږ د کرايه ورکولو توان هم نه لرو."


د دشت ارچي ولسوالۍ یو بل اوسیدونکي وايي؛ چې د طالبانو او دولتي ځواکونو د جکړي له امله د دې ولسوالۍ ډیری اوسیدونکي زیانمن شوي؛ ځکه اوسمهال د بزګرانو د کار موسم دی اوهیڅوک نه شې کولای چې پرخپلې ځمکې کار وکړي:

"زما نوم ډاکټر ابراهیم دی. د حیواناتو ډاکټر یم، د ارچي ولسوالۍ د انځر ګل د کلي اوسیدونکی یم؛ دا څور ورځې کیږي چې، عملیات روان دي، نه مخکې ځي او نه هم شاه ته.

د مختلفو کلیو څخه خلک بې ځایه شوي دي؛ نهر کهنه، سره مټه، د ارباب شیرعلي کلي، د ارباب میرام ګل کلي او د طارق کلي دي او خلک اوسمهال په دشتو کې شپې او ورځې تېروي."


دی وايي، چې د دولتي چارواکو چلند په سیمه کې ښه دی؛ خو د جګړې له امله خلک له ډېرو ناخوالو سره لاس او ګریوان دي.

بل لورته د کندز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبادالله تلوار وايي؛ چې خلک باید په سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي؛ ترڅو سیمه د وسله والو مخالفینو له حضور څخه پاکه شي.

ښاغلي تلوار زیاته کړه، چې په دې عملیاتو کې ملکي خلکو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسیدلي:

"موږ خلکو ته اجازه ورکړې چې؛ که څوک وځي ودې وځي، که پاتې کیږي پاتې دي شي، طالبان د خلکو له کورونو نه په موږ باندې ډزې کوي؛ موږ کوښښ کوو چې، د خلکو په کورونو د هاوان او توپچې ډزې ونه کړو؛ موږ جنګي تکتیکونه په نظر کې نیولي؛ ترڅو عامو خلکو ته په کې زیان ونه رسیږي."

د کندز د امنیې قومندانۍ د امنیت امر وایي؛ چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې به پیل شوي عملیات تر هغې دوام ولري چې؛ سیمه په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو څخه نه وي پاکه شوې.

د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان امنیتی ځواکونو پوځي عملیات په داسې حال کې پیل شوي چې؛ پردې ولسوالۍ سربیره د کندز په نوروبرخو کې هم له نا امنیو څخه شکایتونه کیږي.

که له یوې خوا له دشت ارچي ولسوالۍ څخه بې ځایه شوي خلک له ستونزو نه شکایتونه کوي؛ له بله پلوه د کندز په نورو سیمو کې خلک له امنیتي ارګانونو څخه غواړي چې؛ په دې ولایت کې امنیت ټینګ کړي.

راپور: اجمل آرین - کندز
XS
SM
MD
LG