د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

په کندهار کې ۴ پولیس په اعدام محکوم شول


د کندهار ښاري محکمې د شنبي په ورځ څلور پوليس په اعدام محکوم کړل

پر دغه پولیسو تور دي چې، دوه کاله مخکې يې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې درې مېله کوونکي وژلي وو.

د محاکمې پر مهال موظف څارنوال شپږ پولیس او د ملي امنیت یو سرتیري تورن کړ؛ چې د ارغنداب ولسوالۍ د سربند په سيمه کې یې درې مېله کوونکي د هغوی د موټرونو، پيسو او مبايلونو د ترلاسه کولو په هدف وژلي او وروسته يې د هغوی کورنيو ته ويلي؛ چې وژل شوي کسان وسله وال مخالفين وو.

د موظف څارنوال په وينا، تورونو کسانو په خپلو اعترافو کې منلې، چې پنځو پوليسو يې مېله کوونکي وژلي دي.

دغه تورن کسان ټول د شاوليکوټ ولسوالۍ د سربند د سيمې د يوې پوستي عسکر دي. دوی د نننۍ محکمې په جريان کې پر ځان لګول شوي ټول تورنه بې اساسه وبلل.

په عین حال دوژل شوو کسانو د کورنۍ غړي وایي؛ چې تروژل کېدو ورسته دغه پوليسو ورته ویلي وو؛ چې میلې ته تللی درې ځوانان وسله والو نيولي او د کوټي په چمن ښار کې دي او دوی يې د لسو لکو پاکستانیو کالدارو په بدل کې راخوشې کولای شي.

د دوی په وینا د لسو لکو کالدارو تر ورکولو ورسته د دغه ځوانانو جسدونه ورکول شوه؛ دوی په خپلو خبرو کې قاتلینو ته د سختي سزا غوښتنه وکړه.

د کندهار د ښاري محکمې رییس د دواړو غاړو تر دلايلو اورېدلو ورسته پرېکړه وکړه او په دې پيښه کې يې د لاس لرلو په تور د شاوليکوټ ولسوالۍ څلور تنه پوليس د قتل په تور په اشد مجازت يعنې اعدام محکم کړل؛ يو تن يې په دوه کاله تنفذي بند محکوم او يو د ملي امنیت کارکوونکی او يو بل کس ته يې برات ورکړ.

د يادونې وړه ده چې، دغه کسان څه موده مخکې هم محکمې ته حاضر شوي وو؛ چې د تحقیقاتو د نه بشپړېدو له امله يې سزاوې نه وي ټاکل شوې.

راپور: محمدصادق رښتینی
XS
SM
MD
LG