د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

نور: د رایو څه باندې څلور زره محلونه به زیات شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې؛ د جمهوري ریاست په دویم دور انتخاباتو کې به د رایه ورکولو څه باندې څلور زره نور محلونه هم زیات کړي.

د دې کمیسیون چارواکي وایي چې؛ له دې سره به رایه ورکوونکو ته سهولتونه رامنځ ته او د رایو په محلونو کې به ګڼه ګوڼه هم کمه شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور په دې اړه د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل:

"د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دا ځل تصمیم لري چې؛ شاوخوا څلور ویشت زره د رایه ورکولو محلونه ولري؛ ترڅو ګڼه ګوڼه کمه او خلکو ته آسانتیاوې رامنځ ته شي.

د انتخاباتو د دویم دور د مالي لګښت په اړه باید ووایم چې؛ په اټکل ډول اتلس ملیونه ډالره لګښت کیږي او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دا پیسې لري."


د انتخاباتو په لومړي دور کې ټول نولس زره او اوه سوه د رایه ورکولو محلونه موجود وو چې؛ په یوشمېر کې یې ګڼه ګوڼه زیاته وه.

دغه راز په ځینو ولایتونو کې داسې شکایتونه هم موجود وو چې؛ د رایه ورکولو محلونه لري دي او یوشمېر خلکو له همدې امله حتی په انتخاباتو کې ګډون ونه کړ.

په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي؛ چې ملیونونه رایې پاڼې چاپ شوي او له نورو انتخاباتو موادو سره به ډیر ژر ولایتونو ته واستول شي:

"ټول ضروري انتخاباتي مواد برابرشوي او اوس مهال کار روان دی چې؛ بیلا بیلو ولایتونو ته واستول شي.

موږ په دې برخه کې هیڅ ډول ستونزه نه لرو؛ ځکه هغه مواد نږدې ټول برابر شوي چې؛ ورته اړتیا شته."


ټاکل شوې چې، د افغانستان د جمهوري ریاست دویم پړاو انتخابات د جوزا په څلور ویشتمه ترسره او نهایي نتایج یې د سرطان په یو دېرشمه نیټه اعلان شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې؛ له امنیتي چارواکو سره د ولسمشریزو انتخاباتو د دویم پړاو د امنیت د ټینګښت په اړه څو ځلې غونډې شوي او هغوی په دې اړه ډاډ ورکړی.

په همدې حال کې د افغانستان امنیتی ارګانونو هم ویلي چې؛ د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو د امنیت د ټینګښت لپاره په بشپړه توګه تیاری لري.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG