د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

کندهار: په معروف کې پاکستاني پوځیانو د تاسیساتو جوړول بند کړي


د کندهار په معروف ولسوالۍ کې پاکستاني پوځیانو د تاسیساتو جوړول درولي دي.

چارواکې وايي چې، دغه سیمې ته سلګونه ځوانان د خپلې خاورې څخه د دفاع په خاطر د پولیسو ملاتړ ته ورغلي.

د کندهار د معروف ولسوالۍ په اعلی جرګه او کجرو سیمه کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د تاسیساتو د جوړلو پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو تر یو ساعته جګړې وروسته د تاسیساتو جوړل درول شوي دي.

په دغه سیمه کې د سرحدي پولیسو قومندان رنګین وايي چې؛ د تاسیساتو جوړل د پنج شنبې په ورځ پاي ته ورسیدل او دواړو خوا ته سرتیرې د تیارسی په حالت کې دي:

"دوی اوس کار درولی موږ هم د دفاع په حالت کې یو او دوی هم د دفاع په حالت کې دي."

د قومندان رنکین په وینا، د کندهار ښار او بیلابیلو ولسوالیو څخه سلګونه ځوانان معروف ولسوالۍ ته ورغلي او غواړي چې، د وطن د دفاع لپاره د پولیسو ملاتړ وکړي.

قومندان رنکین وايي، چې د پولې په دواړو غاړو کې ملکي خلک ژوند کوي او دوی د دغه ملکي تلفاتو د مخنوي لپاره مخکې هم د سپین ږیرو په مرسته د پاکستان پوځیانو څخه د دغه تاسیساتو د نه جوړلو غوښتنه کړې وه.

د قومندان په وینا، که چېرې خبرې نتیجه ورنه کړي؛ نو دوی پوځي امکانات لري چې، د پاکستاني پوځیانو د دغه کار مخنوي وکړي:

"د بولدک ارغستان او نورو ولسوالیو څخه پولیس او ولسونه زموږ ملاتړ ته راغلي؛ دوی زموږ تر شاه ولاړ دي."

فومندان دغه راز هغه اوازې رد کړې چې؛ په معروف کې افغان پوځیان ډوډۍ او نور خوراکي مواد نه لري.

راپور: محمدصادق رښتینی
XS
SM
MD
LG