د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

په افغانستان کې د سیاسي معاملو او جوړجاړیو لپاره هڅې پراخې شوي


نړېوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دوهم دور انتخاباتو په اړه مطالب خپاره کړي دي:


اکانومسټ:

اکانومسټ مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د انتخاباتو په اړه یو مطلب خپور کړی دی؛ چې په کې راغلي:

د انتخاباتو د دوهم دور لپاره د نیټې په اعلانېدو سره د سیاسي معاملو او جوړجاړیو لپاره هڅې هم پراخې شوي دي.

اکانومسټ لیکي، په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم دور لپاره په داسې حال کې چمتوالی نیول کیږي چې؛ په دې هېواد کې د جګړو موسم شروع شوی او طالبانو ادعا کړی چې؛ خپلو فعالیتونو ته يې زور ورکړی دی.

مجله زیاتوي، د دوهم دور انتخاباتو لپاره د نیټې له اعلان وروسته دا پوښتنه هم پیدا شوې چې؛ ایا ضروري ده چې، بل ځل انتخابات وشي او یا د ۲۰۰۹م کال په څیر یو کاندید د بل په ګټه تیر شي او د لویو لښګتونو او امنیتي ګواښونو مخه ونیول شي؟

خو د مطلب د لیکونکي په وینا د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو عبد الله عبد الله او اشرف غني احمد زي ژمنه کړې چې؛ له اساسي قانون سره سم به دوهم دور کې سیالي کوي او غواړي چې، د خلکو په رایو سره د افغانستان مشري پر غاړه واخلي.

د اکانومسټ په باور، طالبان به چې د لومړي پړاو د انتخاباتو په ګډوډلو کې پاتې راغلل؛ هڅه وکړي چې، د دې پروسه دوهم پړاو له ستونزو سره مخامخ کړي.

ګارډین:

د برتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې هم د افغانستان د انتخاباتو پر مساله تمرکز کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان خلک د خپل راتلونکې ولسمشر د ټاکلو لپاره له یوې خطرناکې مرحلې تیریږي.

دې ورځپاڼه هم یادونه کړې چې؛ د ولسمشر کرزي د کابیني د دوو پخواینو وزیرانو تر منځ د انتخاباتو دوهم دور د جګړې په موسم کې ترسره کیږي.

ګارډین زیاتوي، د افغانستان د خلکو لپاره اوس تر ټولو ستر ګواښ جګړه نه بلکه د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د درغلی خبره ده.

د مقالې د لیکونکي په وینا د لومړي او دوهم دور انتخاباتو تر منځ وخت په دغې پروسه کې درغلیو ته زمینه برابروي.

ګارډین د مطلب په پای کې لیکلي؛ د انتخاباتو په دوهم دور کې د درغلیو د مخنیوي لپاره یوازې حکومت، امنیتي ځواکونه او انتخاباتي کمیسونونه مسوول نه دي؛ بلکه ډیپلوټان له کاندیدانو غواړي چې؛ هغوی د دغه کار مخه ونیسي.

ګارډین لیکي، کاندیدانو ته په کار ده چې، خپلو ټیمونو او ملاتړو ته ووايي چې، د دوی په استازیتوب درغلي ونه کړي او پریږدي چې، د افغانستان راتلونکې ولسمشر د یوې شفافې پروسې له لارې واک ته ورسیږي او په بشپړ واک او اعتبار سره د دې هېواد چارې پر مخ یوسي.
XS
SM
MD
LG