د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

جرات: هېڅ هېواد حق نه لري د افغانانو له مجبورۍ کار واخلي


د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، که چېرې ثابت شي چې د ایران حکومت له خوا یو شمېر افغان کډوال د سوريې جنګ ته استول کیږي په دې اړه به خپل شکایت د ملګرو ملتونو سازمان ته وړاندې کړي.

د دې وزارت چارواکي تايیدوي، چې یو شمېر ریپوټونه شته چې ممکن ایران یو شمېر افغان مهاجر سوريې ته د جنګ لپاره استولي، خو په دې اړه شواهد نه لري.

په دې وروستیو کې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ریپوټ ورکړی، چې یو شمېرافغان مهاجر په ایران کې د پیسو په بدل کې د سوريې جګړې ته استول کیږي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، چې هیڅ هېواد دا حق نه لري چې په بهر کې د افغان کډوالو له مجبوریت نه ناوړه استفاده وکړي او د خپلو شخصي منافعو لپاره یې وکاروي.

د دې وزارت ویاند اسلام الدین جرات د جمعې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، یو شمېر داسې راپورونه شته چې ایران افغان کډوال د پیسو په بدل کې د سوريې جګړې ته استوي.

نوموړي وویل، چې تر اوسه په دې اړه کافي اسناد او شواهد په لاس کې نه لري:

″موږ تردې مهاله نه یو توانیدلي چې په دې برخه کې موثق اسناد او شواهد پیدا کړو، چې ایا د ایران جمهوري ریاست د سوريې په جګړه کې له افغانانو رښتیا استفاده کړې کنه، خو هغه څه چې ښکاره ده ممکن دا ریپوټونه چې نشر شوي سم وي، که چېرې موږ په دې برخه کې اسناد پیدا کړو خپل شکایت به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ته وړاندې کړو.″

دا خبرې وروسته له هغې مطرح کیږي، چې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې یو شمېر افغان کډوال د پیسو په بدل کې سوريې ته د جګړې لپاره لیږل کیږي.

د راپورونو له مخې ایران په خپله خاوره کې مېشت افغانان د پیسو او په ایران کې د اوسېدو د اجازې په بدل کې سوریې ته لېږي، چې د سوریې د واکمن رژیم په ګټه وجنګېږي.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته افغان او لوېدیځو چارواکو ویلي، چې ایران په ځانګړي ډول افغان شیعه ګان استخداموي چې د سوریې د رژیم د مخالفانو پر ضد وجنګېږي.

ورځپاڼې د افغان او لویدیځو چارواکو په قول ویلي، چې ایران افغان مهاجرو ته په سوریه کې د جنګیدو په بدل کې میاشتنی معاش او په ایران کې د اقامات اجازه ورکوي.

لویدیځو او افغان چارواکو وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي، چې ایران هر افغان مهاجر ته د اقامت ترڅنګ د میاشتې پنځه سوه ډالره ورکوي.

د ایران ریژیم د سوريې د سنیانو پرضد د بشارالاسد کلک ملاتړی دی.

دا خبره د ایران په قم مذهبي ښار کې د افغان مذهبي مشر ایت الله محقق کابلي دفتر تايید کړې ده.

په عین حال کې د ولسې جرګې یو شمیر غړي وايې چې ایران پدې کار سره غواړي له دې لارې بلابیل اهداف تعقیب کړي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د ایران سفارت نظر واخلو خو له پرلپسې هڅو سره سره هم ونه توانیدو.

د افغانستان د کډوالو چارو وزرات د معلوماتو په اساس دا مهال څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG