د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

کندهار: په ارغنداب کې پوليس د خپلې کورنۍ غړي وژلي


د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې، يوه پوليس د خپلې کورنۍ څلورتنه ووژل او څلور نور يې ټپيان يې کړل.

پيښه تير ماښام د دې ولسوالۍ د سوخچالا په سيمه کې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځ ته شوې ده.

دغه پوليس، چې نوم يې تراوسه نه دی څرګند، خو تر پيښې وروسته يې د خپلې ټولي قوماندان عبدالرحمن هم وژلی دی.

يوه باوري امنیتي سرچينه د يادو معلوماتو ترڅنګ وايي، چې عبدالرحمن دده کور ته د پيښې د څيړنې او دده د نيولو لپاره ورغلی وو.

سرچينه وايي، د قوماندان تر وژنې وروسته نورو پوليسو پر دغه پوليس ډزې کړي دي او دی يې هم وژلی دی.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال شامحمد احمدي يوازې پيښه تايیدوي او نور معلومات نه ورکوي.

راپور: محدصادق رښتینی

.
XS
SM
MD
LG