د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

د ننګرهار په غني خيلو کې چاودنې ملکيانو ته درانه تلفات اړولي


د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي د جمعې په سهار شاوخوا نهه بجې د غني خیلو ولسوالۍ په بازار کې یوې چاودنې ملکي خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال وآيي،په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او شاوخوا پنځلس تنه نور زخميان شوی دي:

"نن سهار شاوخوا نهه بجې د غني خیلو ولسوالۍ په بازار کې د خودساز ماین له امله چې،چې په ګاډۍ کې و،چاودنه شوې،چې یو تن وژل شوی او شاوخوا پنځلس تنه نور يي زخميان کړي دي"

بل خوا د غني خيلو ولسوالۍ د روغتون مشر ډاکټر رحمان ګل ازادۍ راډيو ته ویلي، د پيښې له سیمې څخه د دوی روغتون ته یو جسد او درویشت تنه زخميان وروړل شوي،چې ټول عام وګړي دي:

"زموږ روغتون ته یو جسد،چې پوخ عمر سړی دی راوړل شوی،نور درویشت تنه،عام خلک،چې په بازار کې يي غریبي کوله راوړل شوي دي"

نوموړي وايي دا، چې چاودنه د خلکو د ګڼې ګوڼې په بازار کې شوې، قربانیان يې هغه عام غریب خلک دي،چې ځينو په لاسي ګاډۍ سبزي خرڅوله او ځينې نور هم خپلو کورو ته د سودا اخیستلو په خاطر راوتي و.

دی وايي، دقیقه شمېره ورته نه ده معلومه،خو په قربانیانو کې ماشومان، ځوانان او سپينږیري شامل دي.

د ډاکټر رحمان ګل په خبره زخميان د غني خيلو په روغتون کې بستر دي او د درملنې په خاطر يي ټول ډاکټران راغوښتي دي،ترڅو د زخميانو درملنې ته رسیدګي وکړی شي:

"موږ هغه ټول ډاکټران،چې نن د جمعې په ورځ رخصت و،ټول عاجل روغتون ته رسیدلي دي،ټپیان بستر دي د دوی درملنه روانه ده،کومه ستونزه نشته"

تر اوسه دا لا څرګنده نه ده،چې له دې چاودنې څخه هدف څه و،خو د سیمې خلک وايي د غني خيلو په بازار محلي پولس وخت ناوخته ګزمه کوي.

خو تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې چاودنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG