د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

"په سوله ييزه فضا کې د دوهم پړاو د انتخاباتو ترسره کیدو ته هیلمن یو"


د نړۍ د یو شمېر هېوادو او نړېوالو سازمانونو مشرانو نن په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د دوهم دور د اعلان هرکلۍ کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي یان کوبیش نن د جمهوري ریاست د کاندیدانو ستاینه وکړه او ویې ویل چې کاندیدانو سخته خو مثبته مبارزه وکړه.یان کوبیش وویل:

″زه هیله لرم چې د انتخاباتو په اول دور کې موجوده سوله ییزه فضا به خوندي پاتې شي.

کاندیدان دا مسولیت لري چې پر خپلو پلویانو غږ وکړي چې له هر راز تحریک امیزه خبرو، تهدید او ځورولو ډډه وکړي.″


د افغانستان او پاکستان د تماس نړېوالې ډلې چې د نړۍ د پنځوسو هېوادو او نړېوالو سازمانو مشران یې غړیتوب لري، افغان حکومت ته د انتخاباتو د اول دور د بریالیتوب مبارکي ورکړه.

د افغانستان او پاکستان د تماس په نړېوال ګروپ کې د جرمني استازي مایکل کوچ چې نن یې په توکیو کې د افغانستان په اړه د نړېوال کنفرانس مشري کوله وویل:

″په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې امنیتي مشکلات موجود دي، خو د افغانانو ستر اکثریت څرګنده کړه چې غواړي د خپل هیواد سیاسي برخلیک په خپل لاس جوړ کړي. ″

د توکیو په نړېوال کنفرانس کې ګډونکو د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه څرګندې کړې او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه باید د دې هیواد د ثبات ټینګولو لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د ننني اعلان پر اساس به د جوزا په څلوریشتمه یو وار بیا په انتخاباتو کې برخه اخلي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جیمز دوبینز نن په توکیو کې د خبرو پر مهال وویل:

″د انتخاباتو د کمپاین اول دور ښه تر سره شو او کاندیدانو معتدل اومثبت دریځ درلود.

هغوي له درناوي ډک چلند درلود او له قومي، مذهبي او فرقه یې شخړو یې ډډه کړې وه.″


خو د جیمز دوبینز په وینا، اوس دا انديښنه ډيره ده چې په افغانستان کې د انتخاباتو دوهم دور تر یوې انداز ې منفي رنګ خپل نه کړي.
XS
SM
MD
LG