د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۳۸

حامد کرزی: د غني خان فکر باید نړېوالو ته ښه ور وپیژندل شي


غني خان
د پښتو د فلسفي شاعر غني خان د پيدایښت د سلمې کلیزې په مناسبت په کابل کې یو دوه ورځنی علمي او څیړنیز سیمینار جوړ شو.

په دې سیمینار کې چې د اطلاعاتاو او فرهنګ وزارت له خوا جوړ شوی وو، ولسمشرحامد کرزي وویل، چې د غني خان فکر او احساسات باید نړېوالو ته ښه ور وپیژندل شي.

له خیبر پښتونخوا څخه راغلو میلمنو هم د غني خان په څو اړخیز شخصیت خبرې وکړې او وې ویل، چې پښتانه باید د ډیورند کرښه له پامه وغورځوي او د یوالي فکر وکړي.

که څه هم د غني خان په شعرونو لسګونه کلونه اوښتي، خو اوس هم دده کلام ژوندی دی او ادبپوهان وایي، چې په پښتو معاصر ادب کې د غنی ساری ډیر کم لیدل کیږي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د علمي شخصیتونو د لمانځلو په لړ کې دا ځل د غني خان د پيدایښت د سلمې کلیزې په مناسبت په کابل کې عملي او څيړنیز سیمینار جوړ کړ.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم په دې سیمینار کې د غني خان په شخصیت او اشعارو خبرې وکړې او وې ویل، چې نوموړی له ځان سره ځينې سیاسي ارمانونه قبر ته یوړل.

ښاغلي کرزي وویل، چې ده هم د غني دیوان لوستی او په شعرونو کې یې د د غنی خان د ماحول د حالاتو تصویر لیدلی:

″دا فلسفي مزاجه، نازک مزاجه او د ښکلو الفاظو خاوند شاعر او د سیاسي ارمانونو خاوند شاعر، چې دخیالاتو پرواز یې ډیر لوړ ځي، دا د یوه خاص ماحول محصول دی، د ډیرو خاصو حالاتو بچی دی، په هغه ماحول کې، چې غني خان روزل شوی دی، دده خیالات یې عیار کړي دي، دا دده د زبردستۍ شاعرۍ او نقاشۍ باعث شوی دی.″

غني خان د فخرافغان خان عبدالغفار خان زوی دی، چې په ۱۹۱۴ م کال کې یې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.

نوموړي، په پنځه کلنۍ کې د مور له مینې محروم شو، په سختو شرایطو کې یې د د خیبر پښتونخوا په اتمانرو کې لومړنۍ زده کړې پيل کړې، چې بیا وروسته د زده کړو لپاره لندن او امریکا ته ولاړ.

که څه هم نوموړی په یوه خاني کورنۍ کې زیږیدلی، خو ادبپوهان وایي، چې ده د خانۍ غرور نه درلود او خوږمزاجه او فقیر انسان وو.

غنی خان د ژوند ټیټې هسکې وګاللې، خو دې ټیټو هسکو یې شاعرۍ ته نوی رنګ ورکړ، خو نوموړي د ۱۹۹۶ کال په مارچ کې له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین وایي، چې غني خان یو فلسفي، رند، او متصوف شاعر او انځور ګر وو او کلام به یې تر تله ژوندی وي:

″غنی خان داسې شاعر او ویناوال دی، چې د شکل، مضمون او محتوا له مخې یې په پښتو ادب کې ژور بدلون راوست، او خپله ځآنګړې ادبي لاره یې رامنځ ته کړه، هغه یو ازاد خیاله او نوښت ګر شاعر او انځور ګر وو، د خپلې خاورې له ازادي او آبادي او د ولس له سوکالۍ سره مینه لري، همدې ځآنګړنې د هغه شعر او ادب ته ښکلا او ځلا وربښلې ده.″

د غني خان په اړه جوړ شوي سیمینار ته د خیبر پښتونخوا څخه هم شاعران او لیکولان راغلي وو او د غني په ژوند او هنري کارونه یې خبرې وکړې.

د عوامي نشنل ګوند رهبر او د پښتنو د ملي غورځنګ مشر افضل خان لالا وویل، چې غني په خپل وطن کې پوله نه منله او باید چې اوسني پښتانه هم د ډیورند کرښه له پامه وغورځوي:

″دا د لر او بر چیغه چې څوک کوي، په ما داسې لګي، لکه په ګولۍ مې چې څوک ولي، ځکه چې په افغانستان کې چې احمد شابابا جوړ کړی وو، هغې کې داسې غر، داسې سیند، داسې مرتفع سطحه نشته، چې له هغې نه بر ته بر او لر ته لر ویل شوی، دا طوق او پړې به له غاړۍ باسو او غورځوو به یی.″

فانوس، پلوشې، د پنجرې چغار او د غني لټون په نامه مشهور ادبي او هنري کتابونه له غني خان څخه پاته دي، چې د شعر د هر مینه وال ادبي تنده پرې ماتیږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ددې لپاره چې د غني خان نوم او کارنامې راتلونکي نسل ته پاته شي، په کابل کې یو واټ د غني خان په نوم ونوماوه.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG