د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

د افغانستان نوي ولسمشر ته اقتصادي وړاندیزونه


د افغانستان په دوو مخکښو کاندیدانو، عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي کې، که هر یو ولسمشر کیږي هغه ته به په عامه سکتور کې داسې څه په میراث ورسیږي چې عاجله پاملرنه ورته پکار ده.

دا خبره ادم سمیت نړېوالې موسسې کړې ده. دغه موسسه چې مرکز یې په لندن کې دی د حکومتي اصلاحاتو او اقتصاد په برخه کې سلامشورې ورکوي.

د دې غیردولتي موسسې په باور له دوه زره دوهم میلادي کال راوروسته د افغانستان په عامه ادارو کې یو شمیر اصلاحات شوې دي خو عامه څانګې له ډیرو اړخونو کمزورې پاتې دي.

په راتلونکو کلونو کې د نړېوالو مرستې کمیږي، نو نوی حکومت د عامه سکتور په برخه کې اصلاحاتو ته اړتیا لري.

د دغو اصلاحاتو په برخه کې د ادم سمیت نړیوالې موسسې وړاندیزونه ګارډین ورځپاڼې خپاره کړې دي.

په دغو وړاندیزونو کې لولو، چې نوی حکومت دې ته اړتیا لري چې د عامه سکتور د اصلاحاتو په برخه کې خپل اهداف معلوم کړي. د ادم سمیت موسسې په باور په ځانګړې ډول نوی افغان حکومت باید د اقتصادي مدیریت په برخه کې اصلاحات راولي او یو ښکاره پروګرام ولري ترڅو له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره اړیکي ټینګ کړي.

د ادم سمیت غیردولتي موسسې په باور په تیرو شاوخوا دولس کلونو کې مرکزي حکومت د ملي پراختیا د پلان جوړولو په برخه کې لږ پرمختګ کړی دی چې له دې امله مرستندویانو په ګڼو مواردو کې د وزارتونو پر ځای پانګونه کړې ده او پکار و چې له وزارتونو سره په مشوره دا کار شوی وای.

د ادم سمیت موسسې په وینا په تیرو کلونو کې د ټولو وزارتونو د بودیجې پروګرام نیمګړتیا لرله او ملي شورا لاهم له دود سره سم بودیجه تصویبوله.

دې دا مانا لرله چې وزارتونه د هغوی د لاس ته راوړنې لپاره حساب ورکوونکي نه وو.

وزارتونو به یوازې د معاشونو اندازه تعینوله او د وزارت د موټرو د تیلو مقدار به یې معلوماوه.

د نوي حکومت وزارتونه باید خپل اهداف مشخص کړي او د هغوی له مخې خپلې سرچینې معلومې کړي.
ادم سمیت موسسه بیا وزارتونو ته د ډیرې ازادي د ورکولو خبره کوي څو خپلې منابع انتخاب کړي.

د همدې موسسې په نظر یوه وزارت ته که سم واک ورنه کړل شي له هغه سره پکار نه دي چې ډير حساب وشي.

له چارواکو سره پکار دي چې په سیمه ییزه کچه حساب کتاب وشي. د ولایتونو په سطحه باید لومړیتوبونه مشخص شي. تیرکال په دې برخه کې پرمختګ وشو او په ورته وخت کې دا خطر پیدا کیږي، که ولایتونه واکمن نه وي په تدریجي ډول کابل له ولایتونو بیلیږي.

د همدې لپاره پکار دي چې ښاروالۍ تقویه شي څو لومړیتوبونه معلوم کړي.

د حامد کرزي په مشرۍ حکومت هر وخت نړیواله ټولنه ملامته کړې ده او د هغوی پوځي حضور ته یې ګوته نیولې ده چې د اصلاحاتو لپاره یې د اړیکو مخه نیولې ده.

نوی حکومت به په یوه نوي چاپیریال کې کار کوي چې د ناټو اکثر پوځیان به وتلي وي، نو پکار ده چې د حکومت د رسنیو مرکز د اړیکو په برخه کې له وزیرانو سره مرسته وکړي او د حکومت نظر خلکو ته ورسوي.

ادم سمیت نړیواله موسسه دا وړاندیز هم کوي چې نوي حکومت ته پکار دي چې له خلکو ډیر واوري او په ملي کچه ځیني مسایل لکه د کرهڼې، امن او د اوږدې مودې په مخه د پرمختګ موضوعات له خلکو سره شریک کړي.
XS
SM
MD
LG