د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

″طالبانو ابراهیم صدر د خپلې پوځي شورا مشر ټاکلی″


وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه د افغان چارواکو په وینا لیکي، چې طالبانو ابراهیم صدر د خپلې پوځي شورا مشر ټاکلی چې دی د پاکستان استخباراتي ادارو ته نژدې سړی دی.

ورځپاڼه وړاندې د افغان چارواکو په وینا لیکي، چې دا د دې نخښه ده چې اسلام اباد غواړي چې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې د یاغیانو واک په خپل لاس کې واخلي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تسنیم اسلم دا خبره رد کړه، چې د پاکستان حکومت د طالبانو د واک د خپلیدو هڅه کوي.

ابراهیم صدر د ملاعبدالقیوم ذاکر پر ځای ټاکل شوی دی. ملا ذاکر تیره میاشت استعفی ورکړه او بیا افغان چارواکو وویل، چې په پاکستان کې نیول شوی دی خو طالبانو دا خبره رد کړې ده.

اوس د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد دا خبره هم کړې ده، چې د ملا ذاکر پرځای تر دې دمه بل څوک نه دی ټاکل شوې.

خو وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه د جګړې په ډګرکې د طالبانو د قوماندانانو په وینا لیکي، چې د دوی د جګړې په تاکتیک کې بدلون راغلی دی.

ورځپاڼه په کونړ کې د طالبانو د یوه قوماندان په وینا لیکي، چې د ملا ذاکر له لرې کېدو وروسته د جګړې د ډګر اکثر قوماندانان تبدیل شوي دي او هغه قوماندانان او ګروپونه چې له حکومت سره یې جوړجاړی کړی دی یا په خپل سر فعالیتونه کوي هغوی یا نیول کېږي یا هم وژل کېږي.

نیوزویک:

د لویدیځ یوې بلې چاپي خپرونې نیوزویک مجلې بیا پر سیاسي واک یوه لیکنه خپرې کړې ده.

د دې مقالې په یوې برخه کې لیکل شوي دي چې له واکه د ولسمشرکرزي د لیرې کېدو سربیره به بیا هم دی په دولت کې خپل نفوذ خوندي کړي.

مجله لیکي:

ولسمشرکرزي د ارګ په یوې څنډه کې د ځان لپاره د استوګنې کور جوړ کړی او غواړي چې له ریاسته وروسته هلته ژوند وکړي.

نیوزیک ویک ليکي، کومې هڅې چې ولسمشرکرزی له واکه تر لرې کېدو وروسته په واک کې د پاتیدو لپاره کوي د درک وړ دي، ځکه چې تر ده مخکې د افغانستان دوه ولسمشران ووژل شوي وو.

نیوزیک ویک بیا د خلکو په وینا لیکي، چې کرزی به داسې هم په اساني له واکه لاس په سر نه شي.

مجله وړاندې څرګندوي چې ۵۶ کلن حامد کرزی لا هم یوه ځلانده سیاسي څیره ده چې د افغانستان پر ګټو به غلی پاتې نه شي.

نیوزویک لیکي، د ولسمشرۍ له ماڼۍ سره څنګ ته د استوګنې کور دا مانا ورکوي چې حامد کرزی د راتلونکې ولسمشر په خبرو سم خبر وي.

مجله د ولسمشرد ویاند ایمل فیضي په وینا وایي، که چېرته په راتلونکي کې هم له حامد کرزي څخه ولسمشر سلامشوره غواړي دی به مرستې ته چمتو وي او د ولس په خدمت کې به وي.
XS
SM
MD
LG