د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۵۲

د ولسمشرۍ د انتخاباتو نهايي پایلې اعلان شوې


ټاکل شوې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو نهايي پایلې اعلان کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رييس ضیا الحق امر خېل وویل، چې د انتخاباتي شکایتونو پرېکړې ته په احترام به نن تر غرمې مخکې په یوولس بجې د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې اعلان شي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:08 0:00
مستقیم لېنک

داسي ښکاري چې هیڅ کاندید پنځوس فیصده جمع یو رایې نه دي ترلاسه کړي او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به نن د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وروستیو پایلو د اعلان ترڅنګ د دوهم ځلي انتخاباتو نېټه هم وټاکي.

په پام کې وه، چې پرون نهايي پايلې اعلان شوې وای خو د شکايتونو خپلواک کميسيون په انتخاباتو کې د شويو درغليو په څېړلو زيات وخت ولګاوه.

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دارالانشا رييس ضيا الحق امرخېل وويل چې د ټاکنو نهايي نتيجه به نن تر غرمې مخکې په يوولس بجې اعلان شي.

ده وويل، د دې لپاره يوه ورځ په ځنډ اعلانېږي چې د شکايتونو خپلواک کميسيون د خپل کار وروستي راپور ناوخته راولېږه.

امرخېل دغه راز وويل، چې د انتخاباتو خپلواک کميسيون پرون د انتخاباتي شکايتونو له کميسيون څخه د هغوي د نهايي پرېکړو راپور ترلاسه کړ.

د انتخاباتي شکايتونو خپلواک کميسيون ويندوي نادر محسني وايي د لومړۍ درجې د ۹۰۰ شکايتونو په شمول، چې د انتخاباتو پر نتيجې يې اغېز درلود، د درغليو د زياتو شکايتونو له کبله د دوي کار يو څه اوږد شو.

د فيفا يا د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ مشر جانداد سپينغر وايي بايد د انتخاباتو خپلواک کميسيون نن په زغرده ووايي چې ولي يې نهايي نتيجې يوه ورځ ناوخته اعلان کړي.

ښاغلي سپينغر ته دا موضوع د پوښتنې وړ ښکاري چې د انتخاباتو خپلواک کميسيون څرنګه په دومره لنډ وخت کې د شکايتونو د کميسيون پرېکړه سيستم ته داخلوي.

خو امرخېل وايي، چې د شکايتونو کميسيون د خپلو پرېکړه راپور ناوخته ورولېږه ځکه دوي نهايي نتيجې يوه ورځ په ځنډ اعلانوي.

ټاکل شوې وه چې دوهم ځلي انتخابات د جوزا په اتمه شوي خو اوس په پام کې ده چې د جوزا په ۲۴مه وشي.
XS
SM
MD
LG