د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

په افغانستان کې د قدرت سوله ییز انتقال


امریکا چاپ، فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د قدرت د سوله ییز انتقال په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکي:

د ۱۷۴۷ م کال د جون میاشتې راهیسې چې احمد شاه درانې د نوي افغانستان بنسټ ایښی، تر اوسه په دې هېواد کې قدرت له وینو توئیدو پرته نه دی انتقال شوی.

فارین پالیسي زیاتوي، له ۱۷۴۷ میلادي کاله تر ۲۰۰۱ کال پورې د افغانستان له ۲۹ مشرانو څخه یوازې شپږ تنه یي په طبیعي مرګ مړه شوي او پنځه تنه یي د مخالفانو له خوا وژل شوي دي. د وژل شویو مشرانو وروستی کس برهان الدین رباني و.

ورځپاڼه لیکي: د افغانستان پاته اتلس تنه مشران د هغوي د ځای ناستو له خوا وژل شوي دي.

فارین پالیسي وړاندې لیکي:

د جمهور رئیس کرزي دا پریکړه چې غواړي له واکه لري شي او د یوه عادي افغان په صفت رایي ورکړي، دا د افغانستان د تاریخ د شخړو او تاوتریخوالي پاڼه تړي او دغه راز د جمهور رئیس کرزي ریاست ته چې په افغانستان کې د ځواني ډموکراسۍ بنسټ ایښودونکی دی، مشروعیت هم ورکوي.

خپرونه لیکي:

افغانستان ممکن په راتلونکې کې له ناامنیو، فساد او کمزوري اقتصاد سره لاس او ګریوان شي، خو ډموکراسي په دې هېواد کې د قوت په حال کې ده، په خاص ډول هغه مهال چې ښاغلي کرزي د انتخاباتو په شین رنګې صندوق کې خپله رایه واچوله.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د طالبانو د حملو په اړه یو مضمون خپور کړی او د نړېوال بحران ډلې یو تحلیل یي په کې راخیستی چې په یوه برخه کې یي راغلي:

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره په دې هېواد کې د شخړو ګراف په تدریجې ډول مخ په زیاتیدو دی.

د دغې ډلې په باور، د شخړو دا زیاتوالی ښیې چې طالبان لا هم قدرت ته د رسیدو په مقصد جګړې کوي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه د نړېوال بحران ډلې د راپور له مخې چې د ملګرو ملتونو سازمان سره په همغږۍ برابر شوي، لیکي:

تیر کال په افغانستان کې د ملکیانو مرګ ژوبله په سلو کې ۱۴ زیاته شوي او تر ډيره حده یي پړه په طالبانو اچول شوي ده.

ورځپاڼه لیکي: افغان امنیتي ځواکونو وکړای شول چې د طالب وسله والو تر واک لاندې سیمي له وسله والو پاکې کړي او د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په جریان کې یي د سترو حملو مخه ونیوله.

د ورځپاڼې په باور، افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو پر ضد جګړو لپاره ښه پوځې وسایل لري، خو د عملیاتو لپاره هلیکوپترو او لوژستیکې وسایطو ته لا هم اړتیا لري.

ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې لیکلي: ورزش د ځوانو معلولو افغانانو لپاره هیلې پیدا کړي دي.

ورځپاڼه لیکي: د دې ځوانانو یو شمېر یي د میانونو او بمي چاودنو او یا هم د بیماریو له امله معیوب شوي دي.

دا ځوانان به په راتلونکې اوونۍ کې په ایټالیا کې د بایسکټبال په یوې سیالۍ کې ګډون وکړي.

ټایمز د شپيته کلن ایټالوي البیرتو کایرو له خولې چې ۲۴ کاله یي په کابل کې ژوند کړی، لیکې:


کله چې دغو ځوانو افغان معلولینو ته ګوري چې د عرابه لرونکو څوکیو پواسطه په لوبو بوخت دي، د زیاتې خوښۍ احساس ورته پیدا کیږي.

ورځپاڼې د شاهپور په نامه ۲۱ کلن ځوان چې د فاریاب ولایت معلول لوبغاړې دی، خبرې هم راخیستي چې وایي، تل ځان د نورو خلکو په څیر احساسوي او په راتلونکو سیالیو کې له هیچا بیره نه لري.
XS
SM
MD
LG