د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

نیویارک ټایمز: د افغان انتخاباتو مخکښ کاندید ایتلاف جوړوي


د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو له مخکښ کاندید عبدالله عبدالله څخه د هغه رقیب زلمی رسول ملاتړ وکړ، والسټریټ ژورنال ورځپاڼې تردې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکلي د هغه کاندید د ملاتړ په خپلولو سره چې د انتخاباتو په لومړي دور کې یې دریم ځای نیولی، عبدالله عبدالله ځان قدرت ته نژدې کړ.

د والسټریټ ژورنال په وینا له عبدالله څخه د رسول ملاتړ ښایي پر بل مخکښ کاندید اشرف غني احمدزي هم فشار راوړي چې له رقابته لاس واخلي او په دې توګه به د انتخاباتو د دوهم پړاو چې لګښت لري او ښایي خطرناک هم وي، مخنیوی وکړي.

خو ورځپاڼې د ښاغلي غني د یوه ویاند له قوله لیکلي، چې وایي هغه د سیالۍ دوام ته متعهد دی.دغه ویاند دغه راز ویلي، چې د رسول د ډلې ټول غړي له عبدالله سره نه دي یوځای شوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو مخکښ کاندید ایتلاف جوړوي، تر دې سرلیک لاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې له عبدالله څخه د رسول د ملاتړ په اړه څرګندونې کړي او لیکي، دواړو کاندیدانو د انتخاباتو په لومړي دور کې په سلو کې شاوخوا ۵۵ رایې ګټلي دي.

خو د نیویارک ټایمز په وینا د دې هیڅ ضمانت نشته چې رایې ورکونکي به په مخکینۍ بڼه دوهم ځل انتخاباتو کې رایې ورکړي.

امریکایي لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې سي ای، اې او د امریکا اردو له افغانستانه د وتلو د پلان پرسر د نظراختلاف لري.

د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره سي آی اې پر یو لړ پلانونو کار کوي چې په اساس یې په افغانستان کې د استخباراتي شبکو اډې بندوي او د روان کال تر دوبي پورې خپل پرسونل کابل ته انتقالوي.

لاس انجلس ټایمز لیکي، د امریکا د اردو چارواکي دې ته اندیښنه لري چې ممکن د سي آی اې دغه پلانونه اردو له هغو پټو استخباراتي معلوماتو بې برخې کړي چې د افغانستان د جګړې د دوام لپاره مهم دي.

د ورځپاڼې په وینا سي ای اې دغه اقدام په داسې حال کې کوي چې په پام کې ده په زرګونو امریکایي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي.

د نیویارک ډیلي نیوز ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا جګړه په ډسمبر میاشت کې په افغانستان کې پای ته رسیږي خو جمهور ریس اوباما تر اوسه پریکړه نه ده کړې چې څه شمېر امریکایي عسکر به په افغانستان کې پاتې شي.

د ورځپاڼې په وینا له دیارلس کالو جنګ وروسته د امریکا او افغانستان دواړو خلک ستړي شوي او د ناوړو خبرونو له خپریدو سره داسې تصور پیدا شوی چې په غالب ګومان د اوباما اداره به د جمهوري ریاست د دوهمې دورې له پاې ته رسیدو سره په افغانستان کې د امریکا رول پای ته ورسوي.

خو د نیویارک ډیلي نیوز په وینا دا به یوه ستره تیروتنه وي، داسې تیروتنه چې د امریکا امنیت ته به له دې سیمې د القاعده له لورې خطرمتوجه کړي.
XS
SM
MD
LG