د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۲۴

په غزني کې د عامو وګړو پر موټرو غبرګې چاودنې شوې


د غزني چارواکي وايي، د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د عامو وګړو پر دوو موټرو چاودنې شوې دي چې؛ له امله يې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لومړۍ چاودنه نن سهار د اندړو ولسوالۍ په ابراهيم خېلو کلي د عامو وګړو پر يوه موټر شوې ده؛ چې په کې څلور دوه تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

چارواکي وايي، تر لومړنۍ چاودنه وروسته نور خلک د ټپيانو راپورته کولو ته ورغلي؛ چې بله چاودنه هم شوې ده، خو وايي، دويمې هغې څوک نه دي وژلي.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي؛ دغه ماينونه طالب وسله والو ښخ کړي وو.

دی وايي، وروسته سيمې ته پوليس ورغلي او ټپي شوي کسانو يې تر روغتون پورې رسولي دي.

"د هېواد او خاورې دښمنانو نن د اندړو ولسوالۍ په ابراهيم خېلو کلي کې ماينونه ښخ کړي وو، يو موټر پرې ختلی دی چې پکې دوه تنه وژل شوي او څلور تنه ټپيان دي. وروسته چې نورو خلکو ټپيان له سيمې رايستل، د هغوی پر موټر هم چاودنه شوې ده."

دېسيوال وايي، دويمې چاودنې څوک نه دي وژلي؛ خو وايي، د لومړنۍ چاودنې ټپيان يې نور هم پسې ژوبل کړي دي.

تر اوسه پورې طالب وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.

وروسته له هغه چې په اندړو کې سيمه‌ ييزو پوليسو او پاڅون کوونکو د طالبانو زور اوبه کړ دغې ډلې په ياده ولسوالۍ کې د ماينونو ښخولو او چريکي بريدونو ته ملا وتړله.
XS
SM
MD
LG