د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

واشنګټن پوسټ: افغان اردو د طالبانو د پسرلنيو حملو د ناکامولو وس لري


ځينو لوېديځو ورځپاڼو د طالبانو د پسرلنيو عملياتو پر اعلان او د افغان امنيتي ځواکونو پر وړتياوو ليکنې چاپ کړي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، د سياسي چارو ماهران په دې باور دي چې وسله والو طالبانو بريدونو کې ملکيانو ته د زياتو مرګ ژوبلو له اړولو وروسته خپل عمليات محدود کړي دي.

د دې ورځپاڼې په باور د طالبانو په حملو کې د ملکيانو مرګ ژوبلو د دې ډلې په وړاندې د افغانانو بدبيني زياته کړې، په تېره بيا وروسته له دې چې طالبانو د کابل په سرينا هوټل کې افغان خبريال سردار احمد له خپلې مېرمن او دوو ماشومانو سره وواژه.

واشنګټن پوسټ زياتوي، افغان او امريکايي قومندانان خوشبينه دي چې افغان ملي اردو او ملي پوليس د طالبانو د پسرلنيو حملو د ناکامولو وس لري. ورځپاڼې د پوځي چارو د يوه افغان ماهر عتيق الله امرخېل نظر رااخيستي چې وايي، د طالبانو پټکې په حقيقت کې يو روحي او نفسياتي جنګ دي چې نتيجه نه شي لرلي.

په کاناډا کې خپرېدونکې هفينګټن پوسټ ورځپاڼې بيا د افغانستان په ماموريت کې برخوالو کاناډايي پوځيانو ته د درناوي په اړه يوه ليکنه چاپ کړې ده. د ورځپاڼې له مخې د افغانستان د کړکېچ په ۱۲ کلونو کې شاوخوا ۴۰ زره کاناډايي پوځيانو برخه واخيسته او ټول بېرته خبل هيواد ته ستانه شول.

هفينګټن پوسټ ورځپاڼې ورځپاڼې په دوام کې ليکلي، کاناډايي پوځيانو ته د درناوي په ملي ورځ د دغه هيواد زرګونو اتباعو برخه لرله او د دغو پوځيانو هلې ځلې او د کاناډا لګښتونه يې وستايل.

له ۲۰۰۲ څخه په افغانستان کې د کاناډا ۱۵۷ کاناډايي پوځيان وژل شوي دي چې په يوه بهرنۍ جګړه کې د کاناډايي پوځيانو لپاره تر ټولو زيات تلفات دي.

د بريتانيا انډيپنډنټ ورځپاڼې د يوه طالب ترڅنګ د يوه بريتانيايي پوځي د خوشاله عکس په اړه د تحقيقاتو په باب ليکنه خپره کړې ده. ورځپاڼې د دغه بريتانيايي پوځي عکس چاپ کړي چې سګرېټ يې په شونډو کې نيولي او لاسونه يې د بري په نښه پورته کړي دي.

د ده ترڅنګ د يوه طالب مړي ليدل کېږي. د ورځپاڼې له ليکنې سره سم دا عکس په ۲۰۱۲ کال په هلمند ولايت کې هغه مهال اخيستل شوي چې وسله والو طالبانو غوښتل پر باسټين کمپ بريد وکړي.

د بريتانيا دفاع وزارت اوس ويلي چې د دې عکس په اړه تحقيقات کوي. ورځپاڼې کښلي چې دا پېښه د هغو حساسو مسلو وروستۍ يوه ده چې په هغهې کې د طالبانو مړو ته سپکاوي شوي دي. ځينو لوېديځو پوځيانو ويلي چې بايد په دا ډول پېښو کې له زيات زغمه کار وانخيستل شي.
XS
SM
MD
LG