د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

په غزني کې ۶۳ تنه نور وسله وال وژل شوي دي


د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د طالب وسله والو پر ضد د ملي اردو پيل شوي عمليات دويمې اوونۍ ته واوښتل چې؛ په تازه نښتو کې يې درشپېته تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.

په غزني کې د ملي اردو چارواکي وايي؛ په وروستيو نښتو کې يې يو څلوېښت تنه نور وسله وال ژوبل کړي هم دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني وايي؛ تازه نښتې د ګيلان په توت، بلاير، سپين غونډۍ ملاجان او ادم سيمو کې شوي دي.

دی وايي، په تازه نښتو کې سرتېرو ته ته تر اوسه هيڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

"له پرون راهيسې د ګيلان ولسوالۍ په په توت، بلاير، سپين غونډۍ ملاجان او ادم کليو کې د طالبانو او سرتېرو تر منځ نښتې روانې دي چې؛ په کې درې شپېته تنه وسله وال وژل شوي او يو څلوېښت نور ژوبل دي. په دغو نښتو کې په وژلو شويو وسله والو کې د يو ويشتو تنو پاکستاني طالبانو جسدونه هم شامل دي."

سلطاني وايي، په دغو عملياتو کې له پرون راهيسې يوولس کړۍ خښ کړل شوي ماينونه هم سرتېرو موندلي او شنډ کړي دي.

طالبان بيا په دغو عملياتو کې سرتېرو ته ور اوښتې مرګ ژوبله تر خپلې هغې زياته بولي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، وايي، تر اوسه يې په عملياتو کې د ملي اردو پنځه دېرش تنه سرتېري وژلي او همدومره نور يې ژوبل کړي دي.

په ګيلان کې له تېرو څو ورځو راهيسې د طالب وسله والو پر ضد عمليات روان دي؛ چې په کې د چارواکيو د ورکول شويو شمېرو په اساس؛ تر اوسه پورې يو سل او څلور اويا تنه وسله وال وژل شوي او يو سل او څلوردېرش نور ژوبل شوي دي؛ خو طالبان په عملياتو کې د خپلو وژلو شويو ملګرو شمېر شپږ او د ټپي شويو هغو يوولس تنه ښيي.

راپور: سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG