د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

د امریکا پوځ په افغانستان کې د "سي. ای. اې" همکاري ته اړتیا لري


لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې او فارن پالیسي خپرونې په افغانستان کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د فعالیت د محدودیدو او په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د موضوعاتو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز د امریکا د دفاع د وزارت د مقاماتو په حواله لیکي؛ په داسې حال کې چې طالبان د اووړي د عملیاتو لپاره چمتوالی نیسي؛ د "سي. ای. اې" د فعالیتونو محدودیت به په افغانستان کې د امریکا پوځ له مهو استخباراتي معلوماتو محرومه کړي.

د ورځپاڼې په باور، په افغانستان کې د امریکا د پوځ محاربوي ماموریت پای ته په رسیدو دی؛ خو د القاعده مشر ایمن الظواهري لا ژوندی ګرځي او امریکايي سرتیري د القاعده او طالبانو پر ضد د جګړې لپاره د "سي. ای. اې" همکارۍ ته اړتیا لري.

"سي. ای. اې" یا د امریکا مرکزي استخبارات وايي؛ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم به دا اداره هم په افغانستان کې خپل فعالیت کم کړي؛ خو د دفاع وزارت یا پنټاګون وايي چې؛ د عسکرو په کمېدو سره به د "سي. ای. اې" په فعالیت تکیه زیاته شي.

لاس انجلس ټایمز زیاتوي، د پنټاګون او "سي. ای. اې" تر منځ دا اختلاف په داسې حال کې رامنځته کیږي چې؛ ولسمشر اوباما له روان میلادي کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو په اړه غور بحث کوي.

متحده ایالات غواړي، له روان ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان خپل یو شمیر سرتیري وساتي؛ خو واشنګټن ټینګار کوي چې؛ د دغو سرتېرو د ماموریت بڼه به بدله وي.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې د افغانستان د انتخاباتو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده؛ چې عنوان يې دی "پریږدئ چې خلک په خپله د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي."

خپرونه لیکي، دوهم پړاو ته د انتخاباتو د ورتګ د مخنیوي په اړه په کابل کې د مخکښو کاندیدانو ترمنځ د جوړجاړي په اړه پراخې اوازې دي.

د فارن پالیسي په وینا جالبه دا ده چې؛ په لویدیځو رسنیو کې هم دا موضوع په لویه اندازه یادیږي؛ خو د مقالې لیکونکی وايي، دا به یوه لویه خطا وي.

خپرونه وړاندې لیکي، د انتخاباتو په لومړي پړاو کې د درغلیو او بې نظمیو په اړه یو شمیر شکایتونه کیږي؛ خو دا پروسه په قانوني توګه په خپل وخت ترسره شوه او د کاندیدانو کمپاینونه هم ښه وو.

خو د فارن پالیسي په باور که اوس دواړه مخکښ کاندیدان سیاسي جوړجاړی وکړي؛ نو نه یوازې دا چې اساسي قانون به نقض شي؛ بلکه د راتلونکې ولسمشر د مشروعیت په اړه به هم پوښتنې پیدا شي.

د مطلب لیکونکی وايي، په افغانستان کې له قانون او ډیموکراټیکو اوصولو سره سم د واک انتقال به هم د افغانستان او هم د راتلونکې ولسمشر په ګټه وي او دا به په داخل او بهر کې د راتلونکې حکومت او جمهور رییس اعتبار لوړ کړي.
XS
SM
MD
LG