د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

ترکمنستان د افغانستان پر حریم یرغل کړی


د افغانستان په ختیځو ولایتونو په خاص ډول کونړ او نورستان ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو راکټي حملې په پرله پسې ډول دوام لري او افغان حکومت ورسره یو ډول معافیت حاصل کړی دی.

په دې نږدې ورځو کې ترکمنستان هم جرئت پيدا کړ او د یوه اورېدونکي په وینا، د افغانستان په خاوره کې پنځوس کیلومتره رادننه شوی دی.

کله چې د آزادي راډیو کارکوونکو دا مساله د بادغیس له والي ښاغلي احمد الله علیزي سره مطرح کړه؛ نوموړې د افغانستان خاورې ته د ترکمنستان د ځواکونو داخلېدل تایید کړل؛ خو وایي چې، دا مساله باید د بهرنیو چارو د وزارت او سیاسي چینلونو له لارې حل شي.

په همدي ډول یو بل اوریدونکي د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ څخه چې له ترکمنستان سره ګډه پوله لري؛ هم شکایت وکړ او وایي چې، د ترکمنستان هلیکوپټر د افغانستان په خاوره کې ګرځې او عسکرو یې د سیمې د خلکو مالونه وړي دي:

"ولایت جوزجان د قرقین ولسوالي. موږ یوه جزیره یا ټاپو لرو چې؛ د اوبو په منځ کي موقعیت لري. په دغه ځای کې به موږ خپلې غواګانې پوولې. پنځه زره غواګاني مو څرېدلې. نن د ترکمنستان عسکر راغلل او زموږ ټولې غواګانې یي بوتلي. زموږ غم څوک نه خوري."

دغه اوریدونکي وویل چې، دلته د سیمې شاوخوا زر کسان په سترګو وینې چې د ترکمنستان هلیکوپټر د افغانستان په فضا کې ګرځي؛ خو حکومت ورباندې سترګې پټوي:

"دا زمونږ خپله خاوره او زموږ خپل وطن دی، خو د ترکمنستان عسکر مو په کې نه پریږدي. دولت باید زموږ غم وخوري او که دولت دا کار نه کوي، موږ به په خپله خپل غم وخورو او دا ځکه چې د ترکمنستان عسکر زموږ مالونه او ځانونه وړي."

کله مو چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له ویاند ښاغلي شکیب مستغني سره دا مساله مطرح کړه؛ نوموړي په ځواب کي وویل چې؛ سرحدي مسایل د کورنیو چارو د وزرات او نورو امنیتي ارګانونو کار دی او د بهرنیو چارو وزارت په دې کار کې دخالت نه کوي:

"دا چې دا یوه سرحدي مساله ده او په سرحدي سیمو کې د امنیت تامین او د سرحدونو ساتنه د سرحدي ځواکونو دنده ده او د کورنیو چارو وزارت پورې مربوط دي؛ غوره به وي چې په دې اړه د کورنیو چارو د وزارت له ویاند ښاغلي صدیقي سره اړیکه ټینګه کړئ."

د کورنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي صدیق صدیقي آزادي راډیو ته د مسالې په اړه وویل:

"د افغانستان سرحدي پولیس د ترکمنستان له سرحدي ځواکونو سره ډیر نږدې اړیکې لري. موږ په سرحداتو، هم په بادغیس هم په هرات کې کومه خاصه ستونزه نه لرو. ټول کارونه هلته په یوه ډېره همغږۍ کې پرمخ ځي.

کوم معلومات چې له تاسو سره شریک شوي چې؛ ګواکې د ترکمنستان ځواکونه د افغانستان په خاوره کې مخ ته راغلي؛ کاملاً ناسم دي. هغوی دا کار نه کوي. د ترکمنستان له خوا داسې کوم حالت نه راځي؛ چې تخطي وکړي."

دا چې د چا خبره سمه او د چا ناسمه ده؟ دا به پریږدو ستاسو لوستونکو قضاوت او د آزادي راډیو شعار ته چې "راپور زموږ، قضاوت ستاسي."
XS
SM
MD
LG