د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۴۵

سېلابونو په تخار، سمنګان او بغلان کې زيانونه اړولي


راپورونه وايي، سیلابونو په تخار ولایت کې سلګونه کورونه ویجاړ کړي او درانه زیانونه یې اړولي دي.

چارواکي وايي چې سیلابونو د دې ولایت ګڼې ولسوالۍ ځپلې دي. د تخار والي عبدالطیف ابراهیمي خبریالانو ته وویل، سیلابونو یو کس وژلی، درې یې ټپیان کړي او یو بل کس تری تم دی. د نوموړي په وینا په اشکمش کې سیلابونو ۲۰۰ کورونه ویجاړ کړي او په ټول تخار کې یې زر جریبه کرنیزه مځکه له منځه وړې ده.

په سمنګان ولایت کې هم سېلابونو سخت زیانونه اړولي. د سمنګان د دره صوف ولسوال محمدعلي حسني آزادۍ راډیو ته وویل چې په دې سېلابونو کې شل کسان ټپیان شوي، پنځوس د استوګنې کورونه ویجاړ شوي، ۷۰۰ څاروي له مینځه تللي او د شباشک او سرخک د ډبرو د سکرو کانونه هم زیانمن شوي دي.

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې هم د چارواکو په وینا سېلابونو اته سوه کورونه او سلګونه دکانونه ویجاړ کړي دي.

د بغلان والي سلطان محمدعبادي وايي چې ښايي رسېدلو زیانونه ترهغه زیات وي چې اټکل یې کېږي.
XS
SM
MD
LG