د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د اسيايي شورا د غوره ليګ د سياليو د اتلولۍ د جام له ګټلو وروسته پرون مازديګر هيواد ته ستون شو.
د کابل په هوايي ډګر کې د ملي ټيم د لوبغاړو او مسوولانو تود هرکلي وشو.
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په ماليزيا کې د اسيايي شورا د شپږو هېوادونو د غوره ليګ په سياليو کې پنځه مسابقې وکړې چې؛ څلور يې په زيات تفاوت وګټلې؛ خو يوه يې د دغه ټورنمنټ تر ټولو په کمزوري ټيم ماليزيا، چې د مسابقو کوربه هيواد و؛ وبايلله.