د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

د حزب اسلامي افغانستان د شوراګانو اتحاد له اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ


د حزب اسلامي افغانستان د شوراګانو اتحاد چې په کې د دې شوراګانو مخورې څیرې شاملې دي؛ د جمعې په ورځ یې د افغانستان د جمهوري ریاست له یوه مخکښ کاندید اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ وکړ.

د دې شوراګانو د اتحاد مشر قاضي محمدامین وقاد وویل چې؛ نه غواړي د جهاد او د حزب اسلامي د شوراګانو په نوم امتیاز طلبي وکړي؛ بلکې د ملي یووالي او پرمختګ لپاره له اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي.

"ستاسې فیصله موږ ته د دې لپاره خاصتاً د قدر وړ ده چې؛ ستاسې شوراګانې د احساساتو شوراګانې نه دي. همغسې چې وخت باندې پابند وی همیشه او په وخت مو مجلسونه شروع کول؛ زه پوهیږم چې بحثونه مو هم شعوري دي. نو دا موږ ته د ډېر لوی قدر ځای ده چې دا عظیمه برخه د افغانستان د سیاسي وجود نن دا فیصله یې وکړه چې؛ موږ، موږ او تاسو ونه اوسو موږ و اوسو."

ښاغلی وقاد چې د افغانستان د سولې عالي شورا یو مهم غړی هم دی زیاته کړه چې؛ په افغانستان کې به د سولې د راوستلو او د بهرنیو مداخلو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتومخکښ کاندید اشرف غني احمدزي د حزب اسلامي افغانستان د شوراګانو له ملاتړ هرکلی وکړ.

ده وویل چې، په داسې حساس وخت کې د حزب اسلامي افغانستان د شوراګانو ملاتړ ډېر ورته ارزښت لري.

"دا صرف د تحول او تداوم د ټیم سیاسي ملاتړ نه دی بلکې دا تلپاتې ملي وحدت او یووالی دی. مونږ ونه غوښتل چې د اتحاد شوراهای حزب اسلامی افغانستان په عنوان د جهاد په نوم په جهاد کې د قربانۍ په نوم امتیاز طلبي وکړو، قدرت طلبي وکړو."

ښاغلي احمدزي وویل، چې له نورو سیاسي څېرو او ډلو سره هم خبرې روانې دي څو د ده له ټیم نه ملاتړ وکړي.

په داسې حال کې چې همدا راتلونکې اوونۍ د ثور په ۲۴ د انتخاباتو وروستي نتایج اعلانیږي په دې وروستیو کې له دوو مخکښو کاندیدانو د ملاتړ او ورسره د اییتلافونو بهیر پیل شوی دی.

له دې مخکې ګل اغا شیرزوی له یوه مخکښ کاندید عبدالله عبدالله ملاتړ وکړ او دا د مخکښو کاندیدانو د ملاتړ په هدف دوهمه غونډه ده چې پکې دا ځل د حزب اسلامي افغانستان د شوراګانو اتحاد له اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

سیاسي کارپوهان چې د دوهم دور انتخاباتو په ترسره کیدو باورمن دي وايي چې له کاندیدانو څخه په خاصه توګه د نورو کاندیدانو او څېرو ملاتړ به هومره اغیزمن تمام نه شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي دې احتمال ته په پام سره چې په لومړي دور انتخاباتو کې هیڅ کاندید ټاکلې رایې ونه ګټلې ممکن دوهم دور انتخابات د جوزا په وروستیو کې وشي.

راپور: صفي الله
XS
SM
MD
LG