د بدخشان ولایت چارواکي هغه ادعاګانې ردوي چې ویل کیږي، د دې ولایت له مصیبت ځپلو سره د مرستو ویشلو پروګرام د بې نظمی او بې عدالتۍ ښکار شوی دی.
د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بیدار ازادۍ رادیو ته وویل، د جمهور رییس له حکم سره سم، تدابیر نیول شوي چې د سیمي مصیبت ځپلو او د قربانیانو وارثینو ته د سیمي په درې سوه جریبه ځمکه کې د کور جوړولو پلانونه پلي شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو د هماهنګۍ ادارې او ځیني کورنۍ مدني ټولنې د مصیبت ځپلې سیمي اوسیدونکو ته د مرستو په دوام تاکید کوي.
تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو: