د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۱۷

ننګرهار کې ۵۰۰۰ کسانو ته په وړیا توګه د کانکور د امادګۍ زمینه برابره شوه


د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په دې ولایت کې يې، پینځه زره زده کوونکو لپاره د کانکور امادګۍ وړيا روزنیز پروګرام پيل کړ.

د ولایت ویاند احمدضياعبدالزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا پروګرام د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودین په مالي لګښت او د توحيد ټولنیزمرکز په همکارۍ پيل شوی، ترڅو دغه ځوانان د کانکور ازموینې لپاره تیاری ونیسي او په راتلوونکې کې د خپلې خوښې پوهنځيو ته بريالي شي:

"شاوخوا پینځه زره فارغانو ته د کانکور د امادګۍ کورسونه دایریږي،له دې لارې موږ به دا پینځه زره کسان دې ته چمتو کړي، چې په راتلوونکي کې وتوانیږي د خپلې خوښې پوهنځي ته بريالي شي."

عبدالزی وايي، په دې پینځه زره کسانو کې درې زره تنه نجونې او پاتې دوه زره نور هلکان شامل دی، چې د شپږو میاشتو په اوږدو کې به هغه ټول مضامین د تکړه استادانو له خوا ورته تدریس شي، چې د کانکور په ازموینه کې دوی ورسره مخ کیږي.

یو شمېر ځوانانو، چې دې پروګرام لپاره يې نوم لیکنه کړې وایي، د دوی له ډلې ډيری ځوانان د اقتصادي ستونزو مخ دي او دوی نه شو کولای، چې په خپلو شخصي امکاناتو د کانکور لپاره د امادګۍ کورسونه ووايي.

دوی خوښ دي، چې دوی ته په وړيآ توګه دا زمینه برابره شوې، ترڅو د کانکور راتلوونکي ازموینې لپاره چمتوالی ونیسي:

"زما نوم میرویس دانش د جلال اباد ښار اوسیدونکی یم،زه ډير خوښ یم، چې موږ ته دا زمینه برابره شوه، چې په وړیا توګه کورسونه برابر شوي،چې علمي کچې مو لوړې شي او کانکور لپاره اماده شو.

زه سباوون یم، دا پروګرام،چې موږ ته جوړ شوی،زما په نظر دا ځوانانو ته یو ډیر ښه ګټور چانس دی او غوښتنه مې داده،چې دا ډول پروګرامونه په اینده کې هم جوړ شي،ځکه داسې ځوانان شته،چې هغوی مالي امکانات نه لري او له دې لارې هغوی ځان یو ځای ته رسولی شي"

د توحید ټولنیز مرکز یو تن استاد حفيظ الله وايي،هر کال په زیات شمېر زده کوونکي،د کانکور په ازموینه کې پاتې راځي او ددې ستونزې د حل لپاره دا یو ګټور پروګرام دی.

نوموړی وړاندیز کوي،چې دا لړۍ باید دایمي وساتل شي:

"دا ډير ګټور پروګرام دی،زما غوښتنه داده،چې دا باید دایمې شي،ځکه ډيری ځوانان غریب دی د کورسونو د فیس ورکولو توان نه لري نو هغوی له دې لارې کولی شي،چې خپلې زده کړې وکړي او پوهنتون ته لاره پيدا کړي"

د ویلو ده،چې هر کال په ننګرهار کې زیات شمېر ځوانان د کانکور په ازموینه کې ګډون کوي ولې ډيری يې بې نتیجه یا هم ناکام پاتې کیږي، د یو شمېر ښوونکو په خبره اساسي لامل يې هم دادی، چې زده کوونکي د اقتصادي ستونزو له امله د کانکور ازموینې لپاره تیاری نه نشي نیولی.

دا،چې سږ کال ورته د کانکور امادګۍ لپاره زمینه برابره شوې، دوی له وړاندې نه ډاډ ښکاره کوي، چې په راروانو ازموینو کې به زیات شمېر ځوانان پوهنتونونو ته بريالي شِي.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG