د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۱۳

سره میاشت د بدخشان مصیبت ځپلو ته د اوسیدو کورونه جوړوي


د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په وروستۍ پیښه کې زیانمنو شویو کسانو ته له سلو ډیر د اوسیدو کورونه جوړوي.

د دغه ټولنې رییس د چهارشنبې په ورځ د سره صلیب او سرې میاشتې د عالې ټولنې د نړېوالې ورځې د لمانځلو په غونډه کې په کابل کې وویل، چې دغه کورونه به د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او مرسته کوونکو هېوادونو په مرسته جوړ شي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به په بدخشان کې مصیبت ځپلو ته د کورونو د جوړیدو لپاره د سیمه ییزو چارواکو له خوا نمرې وویشل شي.

د دغې ټولنې مسولین وايي، چې د متحده عربي اماراتو د یوه سوداګر او د چېن د سرې میاشتې ټولنې په مالي مرسته به ډیر ژر په بدخشان کې د مستحقو کسانو لپاره دوه سوه کورونه جوړ کړي.

دغه خبرې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییسې فاطمې ګیلاني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سره صلیب او سرې میاشتې نړېوالې ورځې د لمانځلو په غونډه کې وکړې.

اغلې ګیلاني وايي، د افغان سوداګرو د قطر، ایران، چېن او ترکېې د سرې میاشتې د ټولنو له خوا هم په بدخشان کې د وروستۍ پیښې له مصیبت ځپلو سره لومړنۍ مرستې شوې دي:

"سل کورونه جوړوو او ښايي وکولای شو تر دوه سوه پورې جوړ کړو، خو اوس د سل کورونو د جوړولو ژمنه کوم.

هر څومره چې له موږ سره ډیرې پیسې مرسته وشي د کورونو شمېر زیاتوو نن سهار خبر ورکړل شو، چې ډير ژر ځمکې ورکول کېږي، له متحده عربي اماراتو څخه یو سوداګر یو لک او پنځه ویشت زره امریکايي ډالر راولیږل او ویلي یې دي که چېرې یې دغه کورونه خوښ شول په همدغه اندازه نورې پیسې به هم د خپل مور په نامه د کورونو د جوړولو لپاره بیا مرسته وکړي."


د تېرې جمعې په ورځ د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې له سختو بارانونو وروسته د دغه ولسوالۍ په اب باریک سیمه کې یوه خاورینه غونډۍ وښویده چې سلګونه کسان اولسګونه کورونه ترخاورو لاندې شول.

ولسمشر کرزي هم د چهارشنبې په ورځ له مصیبت ځپلو سره د مرستو لپاره دې ولایت ته ولاړ او له هغوي سره یې د کورونو د جوړولو ژمنه وکړه.

په ورته وخت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییسې فاطمې ګیلاني له خلکو او مرستندویه بنسټونو څخه وغوښتل، څو د بې نظمۍ د مخنیوي په خاطر، خپلې مرستې د یوې باوري سرچېنې له لارې په اړو کسانو وویشي:

"دا ډيره مهمه ده پوښتنه ده چې خلک مرسته کوي او دغه مرستې باید مستحقینوته ورسیږي، زه نه وايم چې یواځې سره میاشت دا کار کولای شي، غوره دا ده چې مسوول ارګانونه دغه مرستې ورسوي، تاسو کولای شئ له سرې میاشتې ټولنې، د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې او همدارنګه په افغانستان بانک کې د خلاص شوي بانکي حساب له لارې خپلې مرستې اړو کسانو ته ته ورسوﺉ ځکه چې دا ادارې ځواب ورکوونکې دي. "

د راپورونو له مخې افغان حکومت په جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس او سمنګان ولایتونو کې له سیلاب ځپلو سره ۶۷میلیونه افغانۍ نقدي مرستې کړې او څلویښت ملیونه نورې یې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ مصیبت ځپلوته هم ځانګړي کړي.

څیړونکې وایي، په بدخشان کې باید له مصیبت ځپلو سره هر راز مرستې وشي او د افغانستان په نورو سیمو کې له مخکې نه یو لړ اقدامات وشي ترڅو داسې ناورین بیا تکرار نه شي.

راپور: محمدویس صمیم
XS
SM
MD
LG