د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

م.م: د بدخشان له مصیبت ځپلو سره د مرستو لړۍ له خنډ سره مخ کیږي


ملګري ملتونه وايي، چې په بدخشان کې مستحقو کسانو ته د مرستو رسولو کار له خنډ سره مخامخ کېږي.

د ملګروملتو د مرستو د همږغۍ دفتر وايي، د ارګو ولسوالۍ د باريک اب کلي ته له شاوخوا کليو او سيمو څخه ګڼ کسان راغلي چې مرستې ترلاسه کړي او دې مسلې مصيبت ځپلو او زيانمن شويو خلکو ته د مرستو رسولو کار له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړي دي.

د ملګروملتو د مرستو د همږغۍ دفتر وويل، د ارګو ولسوالۍ د باريک اب کلي ته له شاوخوا کليو او سيمو څخه ګڼ کسان راغلي چې مرستې ترلاسه کړي او دې مسلې مصيبت ځپلو او زيانمن شويو خلکو ته د مرستو رسولو کار له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړي دي.

د ملګروملتو په وينا د مرستندويانو لپاره د پېښې د قربانيانو د خپلوانو او له نورو سيمو څخه د راغليو کسانو ترمنځ تفکيک ګران کار دي او زيانمن شوي خلک په دې سخت په قار دي چې نامستحق کسان مرستې ترلاسه کوي.

د تېرې جمعې په ورځ د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ په اب باريک کلي کې د غونډۍ د ښويېدو له کبله په سلګونو تنه تر خاورو لاندې شول.

له دې پېښې وروسته يو شمېر هيوادونو او افغان سوداګرو له مصيبت ځپليو سره پرېمانه مرستې وکړې.

د دوي په وينا دې کار نه يوازې مستحقو کسانو ته د مرستو رسولو کار ورو کړي بلکې د مرستو د وېشلو په اندازه کې يې هم ستونزې پېښې کړي دي يعني ځينو کسانو ته زيات څه په لاس ورځي او ځينو ته لږ او دې مسلې مصيبت ځپلي په قار کړي او وضعيت يې نارامه کړي دي.

د سې شنبې په ورځ شخړه وشوه او افغان پوليس مجبوره شول چې د کليوالو د تيت پرک کولو لپاره هوايي ډزې وکړي.

خلکو پر پوليسو او مرستندويانو هجوم وروړي وو او په زوره يې مرستې لاس ته راوړې.
XS
SM
MD
LG