د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د کرکټ افغان ملي لوبډله نن کابل ته را رسېږي


د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د اسيايي شورا د غوره ليګ د سياليو د اتلولۍ له ګټلو وروسته نن کابل ته را رسېږي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د اسيايي شورا د شپږو ټيمونو په مسابقو کې څلور وګټلې خو يوه يې پر کوربه هېواد ماليزيا وبايلله.

افغانستان په دې مسابقو کې څو تنه نوي او ځوان لوبغاړي ولوبول چې د هغوي په منځ يو هم عثمان غني و چې د ټول تورنمنټ غوره بېټسمن وپېژندل شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو د څانګې مشر او وياند فريد هوتک وايي چې دا مسابقې د افغانستان لپاره مهمې دي او د تورنمنټ څلور لوبډلو ته يې د اسيا په يو ورځنيو مسابقو کې د ګډون لار پرانسته.

ښاغلي هوتک همدا راز وويل، چې د افغانستان ټيم به نن مازديګر پنځه نيمې بجې د اتلولۍ له جام سره د کابل نړيوال هوايي ډګر ته را ورسېږي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د اسيايي شورا د شپږو ټيمونو په مسابقو کې څلور وګټلې خو يوه يې پر کوربه هيواد ماليزيا وبايلله.

افغانستان په دې مسابقو کې څو تنه نوي او ځوان لوبغاړي ولوبول چې د هغوي په منځ يو هم عثمان غني و چې د ټول تورنمنټ غوره بېټسمن وپېژندل شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو د څانګې مشر او وياند فريد هوتک وايي چې نن مازديګر پنځه نيمې بجې به د افغانستان ټيم د اتلولۍ له جام سره د کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېږي.
XS
SM
MD
LG