جمهور ریس حامد کرزي نن د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې له خلکو سره ولیدل.
د پرله پسې بارانونو له امله د تیرې جمعې په ورځ د ارګو ولسوالۍ د اب باریک کلي ته نږدې ځمکه وښویده او سل هاوو کورونۍ یې لاندې کړې.
افغان حکومت ترپیښې وروسته په اب باریک کې د تر خاورو لاندې شویو خلکو غیابي فاتحه وکړه او ډله يیز قبر یې اعلان کړ.
زیاتو خلکو پر حکومت انتقادونه کول او ویل یې، چې د ډله ییز قبر اعلان دا معنی لري چې حکومت د دوي د عزیزانو د مړیو پروا نه لري.
خو جمهور ریس کرزي نن نه یوازې دا چې د اب باریک خلکو ته د کافي مرستو ډاډ ورکړ او غم شریکي یې ورسره وکړه، د هغوي د مړیو د را ایستلو ژمنه یې هم وکړه:
(د خدای په مرسته، که بریالي شوو خپل عزیزان به هم تر هغه ځایه چې امکان لري، له خاورو را وباسو.
موږ به د ډوډۍ او اوبو مرستې هم ورسوو او هغوخلکو ته به د سر پناه ورکړو چې لا هم د خطر په ساحه کې دي. موږ به په دې سیمه کې نوي ځایونه هم جوړ کړو.)
د اب باریک زیاتو خلکو ازادۍ راډیو ته ویلي، چې سیمې ته نږدې د غره په بله ډډه کې هم لوي چاکونه پیداشوي او هره ګړۍ د ښویدو خطر شته.
له دې ویرې، سل هاوو کورنۍ له خپلو کورونو وتلي او شاوخوا سیمو ته یې پناه وړې ده.
رپوټونه وايي، چې د پيښې په ځای کې د څښاک پاکې اوبه کمې دي او د ساري ناروغیو د خپریدو ویره زیاته ده.
د ارګو ولسوالۍ یو شمېرخلکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې ماشومان يې ناروغ دي خو دوا، ډاکټر او نور امکانات نه لري.
ملګري ملتونه وايي، چې سیمې ته د مرستو په رسولو کې یوه عمده ستونزه دا ده چې د ځمکې د ښویدو له لارې تخریب شوې او تګ راتګ ګران دی.
د ملګرو ملتو د بشري چارو د هماهنګۍ د ادارې ویاند جینس لایرکې ازادي راډیو ته وویل:
(اوسمهال موږ د خلکو د ډيرو ابتدايي بشري ضرورتونو په پوره کولو او د هغو د ژوند په ژغورلو تمرکز کوو چې ډير مهم کار دی.
وروسته به د هغو خلکو د بیرته ځاي پرځاي کولو لپاره کار کوو چې ځمکې او کورونه یې له منځه تللي دي.)
جینس لایرکې وویل، دا د افغانستان د حکومت مسولیت دی چې د خپلو خلکو لاس ونیسي او په پښو يې ودروي چې ملګري ملتونه او نورې مرسته کونکې ادارې به یې ملاتړ کوي.