د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

اوکراین: بېلتون غوښتونکو د ماریوپول د ښاروالۍ ودانۍ ونیوله


د اوکراین په ختیځ بندري ښارګوټي ماريوپول کې روسي پلوي بیلتون غوښتونکي د ښاروالۍ مرکزي ودانۍ ته وروسته له هغې بېرته ننوتل چې؛ اوکرایني ځواکونه ترې ووتل. راپورونه وايي، دوی دغلته د روسي بیلتون غوښتونکیو بیرغونه بېرته پورته کړل.

حکومتي ځواکونو دغه ودانۍ د تیرې شپې له درنې جګړې وروسته له روس پلوو وسله والو نیولې وه او بیا یې بېرته خوشې کړه. په دې جګړه کې د مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د اوکراین پنځم ټلویزوني چینل مخکې تردې ویلي وو چې؛ حکومتي ځانګړو ځواکونو په ماریو پول کې د ښاروالۍ مرکزي ودانۍ نیولې ده او یاغیان یې کوڅو ته ایستلي دي.

روسي پلوو بیلتون غوښتونکو د انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي؛ اوکرایني ځواکونو یوولس کسان چې په ډونیڅک سیمه کې یې د خپلواکۍ په اړه د ټولپوښتنې لپاره کمپاین کاوه؛ نیولې دي. دا ټولپوښتنه د راتلونکې یکشنبې په ورځ پلان شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي؛ دا ټولپوښتنه به د اوکراین ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

امریکايي چارواکو ویلي، ټول اوکراینیان باید د خپل راتلونکې په اړه په هغو انتخاباتو کې پریکړه وکړي چې؛ د می په ۲۵ نېټه ترسره کیږي.

په واشنګټن کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرۍ کترین اشټن سره له خبرو وروسته جان کري وویل:

”موږ په ډونیڅک او لوهانسک کې د روس پلوو بیلتون غوښتونکو د هغو هڅو په اړه هم ډېر اندېښمن یو؛ چې غواړي د مې په یولسمه نېټه د خپلواکۍ په اړه جعلي او له ځانه جوړه شوې ټولپوښتنه ترسره کړي. موږ په څرګنده داسې غیرې قانونې هڅې چې د اوکراین د نور ویش سبب کیږي ردوو.“

روس پلوو بیلتون غوښتونکو د اوکراین په خیتځ کې په ورستیو اونیو کې ګڼ ښارونه نیولي دي.

په عین حال کې راپورونه وايي چې؛ اوکرایني ځواکونو ایهور کاکیدځیانوف نیولی دی. نوموړې په ډونیڅک کې په خپل سر د اعلان شوي خلکو جمهوریت د دفاع وزیر دی.

ویل کیږي چې، نوموړی د ماریوپول ښارګوټي په ختیځ کې منګوش په سیمه کې له یوې جګړې وروسته نیول شوی.

د اوکراین د بل ختیځ ښار سلویانسک په شا او خوا کې هم د جګړو راپورونه ورکړل شوې دي. دغلته روسي پلوو یاغیانو پر هغو حکومتي ځواکونو برید کړی چې؛ د یاغیانو له خوا دا نیول شوی ښار یې محاصره کړی دی.

په عین حال کې نړیوال استازي په اوکراین کې د موقت حکومت د مشرانو سره خبرې اترې کوي.

په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال جیفري فیلټمن د چارشنبې په ورځ د اوکراین له سرپرست ولسمشر الکساندر تورچینوف سره خبرې کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر هم د اوکرایني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره په کییف کې دی.

د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې په اوکراین کې د مۍ د پنځه ویشتمې نیټې د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې په دې هیواد کې د روان کړکیچ د هواري لپاره ډیپلوماټیکو هڅو ته زور ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG