د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

عدلیې وزارت د الکترونکي تذکرو د ویش عملي بهیر ځنډولی


د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، د جمهور رییس له خوا د وګړو د احوال او ثبت قانون د نه توشیح کېدو له امله د الکترونیکي تذکرو د ویش عملي پروسه ځنډیدلې ده.

د عدلیې وزارت مرستیال محمدیوسف حلیم د چهارشنبې په ورځ په ولسي جرګې کې وویل؛ چې د وګړو د احوال او ثبت قانون د وروستۍ مادې له مخې دا قانون د جمهور رییس له توشیح وروسته د اجرا وړ دی.

ښاغلي حلیم د ولسي جرګې د یوشمېر غړو د پوښتنو په ځواب کې په دې اړه وویل:

"که چیرې دا جواز ورکول کیږي چې؛ ولسي جرګې موږ ته دا قانون په یوه مکتوب کې رالیږي دا د اداري پروسیجر خلاف کار دی. ولسي جرګه په مستقیمه توګه له عدلیې وزارت سره رابطه نه لري؛ هغوی په پارلماني چارو کې د دولت د وزارت له خوا دا قانون د چارو ادارې ته لیږی او له هغې لار قوانین موږ ته راځي. څلور یا پنځه قانونونه له همدې لارې خپاره شوي او د وګړو د ثبت او احوال د قانون د وروستۍ مادې له مخې دا قانون د جمهور رییس له توشیح وروسته د اجرا وړ دی."

ولسي جرګې د دې لپاره چې د الکترونیکي تذکرو د ویش عملي پروسه نه ده پيل شوې؛ د عدلیې، کورنیو چارو او مخابراتو وزارتونو مشرتابه پلاوي د چهارشنبې په ورځ په دې اړوند خپلې استجوابیه غونډې ته وربللي وو.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمد ایوب سالنګي وویل چې؛ دوی د الکترونیکي تذکرو د ویش لپاره له هره پلوه چمتو دي.

ښاغلي سالنګي خبرداری ورکړ؛ که چېرته د جوزا تر وروستۍ پورې د الکترونیکي تذکرو د ویش عملي پروسه پیل نه شي؛ په دې برخه کې ګمارل شوي شاوخوا نهه نیم سوه کارکونکي به له دندو ځواب شي:

"د جوزا تر پایه که چیرې د الکترونیکي تذکرو عملي کار پیل نه شي؛ فکر کوم موږ او د مالیې وزارت کیدای شي؛ هغه معاش چې په دې برخه کې روزل شویو او په دندو ګمارل شویو کسانو ته ورکول کیږي؛ هغه بند کړو، چې دا به په خپله یوه لویه ستونزه جوړه کړي."


د مخابراتو وزیر امیرزی سنګین د ولسي جرګې د غړو په ځواب کې یې وویل؛ چې له تخنیکي پلوه د الکترونیکي تذکرو د ویش په برخه کې هېڅ کومه ستونزه نشته.

ښاغلي سنګین وویل، تر اوسه د الکترونکي تذکرو د ویشلو لپاره دوی ته د اړوندو ارګانونو له خوا څه نه دي ویل شوي.

ولسي جرګې څه باندې دوه میاشتې مخکې د نفوسو د احوال اوثبت قانون له ډیرو ناندریو او مخالفتونو نه وروسته تصویب کړ.

له ولسي جرګې نه وروسته د مشرانو جرګې غړو هم د دې قانون پرځینو مادو له سختو ناندریو نه وروسته هغه تصویب کړ.

په اوس وخت کې د افغانستان وګړي د پاڼو په مخ تذکرې ګرځوي چې؛ تر ډېره د ستونزو د راپیدا کېدو سرچینه ګڼل کیږي.

ویل کیږي، که چیرې الکترونکي تذکرې خلکو ته وویل شي؛ سربېره پردې چې د ډېرو درغلیو مخه به ونیول شي؛ خلک کولای شي په انتخاباتو کې هم ورڅخه ګټه پورته کړي او رایې ورکړي.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG