د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

لایرکې: د افغانستان په شمال کې ۹۰ زره کسان د سیلابونو له امله زیانمن شوي


د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري چارو د هماهنګۍ اداره وايي، یوازې د افغانستان په شمالي سیمو کې تر نوي زره زیات کسان د سیلابونو له امله زیانمن شوي دي.

په جنیوا کې د دې ادارې ویاند جینس لایرکې نن ازادي راډيو ته وویل؛ چې لږترلږه د افغانستان په څوارلس ولایتو کې د شدیدو سیلونو له امله څه باندې نوي زره کسانو ته شدید مالي تاوانونه رسیدلي دي.

د جینس لایرکې په وینا، متاثر شوي خلک ابتدايي بشري مرستو ته اړتیا لري:

"د دې کسانو ابتدايي بشري اړتیا وې د سرپناه، مصوونیت، خوراکي مواد او د څښاک پاکې اوبه دي. موږ په سیمه کې د ملګرو ملتو مختلفې ادارې او انجو ګانې لرو او پروګرامونه یې له افغان حکومت سره هماهنګوو. د بدخشان د ستر مصیبت په ګډون د دې هیواد په شمالي سیموکې د طبیعي افتونو له امله ځپل شویو خلکو ته ابتدايي بشري مرستې شوې دي."

د ملګرو ملتو د بشري چارو د هماهنګۍ د ادارې ویاند ټينګار وکړ؛ چې که څه هم دا سازمان په افغانستان کې د مرستو ادارې لري؛ خو دا د افغانستان د حکومت مسوولیت دی چې؛ د خپلو خلکو ضرورتونو ته رسیده ګي وکړي.

په جنیوا کې د دې ادارې ویاند جینس لایرکې وویل؛ په افغانستان کې د طبیعي افتونو له امله متاثره شویو خلکو ته د کمک لپاره کافي مواد لري؛ خو تخنیکي ستونزې ښايي دا پروسه ټکنۍ کړي:

"په هر بحران کې، په ځانګړي ډول په دې حالت کې به خلک مجبور وي چې؛ یو څه انتظار وکړي، ځکه موږ دومره چې اړتیا ده ژر رسیده ګي نه شو کولای. دا یو داسې طبیعي افت دی چې، لارې یې بندې کړې، سرکونه سیل وړي دي او زیات تخریب یې رسولې دی."

جینس لایرکې ازادي راډیو ته وویل چې، د ملګرو ملتو له خوا د خوراکي موادو د مرستې نړیوال سازمان تر نن ورځې لږترلږه ۵۸۰ ټنه خوراکي مواد د شمال په څوارلسو ولایتونو کې متضرره شویو خلکو ته ور ویشلي دي.

لایرکې زیاته کړه چې، په لنډ وخت کې د ملګرو ملتو د مرستو ټولې ادارې د خلکو پر نجات غور کوي او وروسته به د هغوي د بېرته ځای پر ځای کولو پروګرامونه پيل کړي.

د ملګرو ملتو د بشري چارو د هماهنګۍ د ادارې ویاند وویل چې؛ د افغانستان حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو له لارې د مرستې نړیواله غږ نه دی کړی.

لایرکې ټينګار وکړ، چې افغانستان په هغومره بد وضعیت کې نه دی چې؛ حکومت یې د ملګرو ملتو له لارې له نړېوالو د بیړنیو مرستو د ترلاسه کولو غږ وکړي.
XS
SM
MD
LG