د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

افغانستان له نيپال نه د کرکټ نننۍ يوورځنۍ مسابقه په لوى توپير وګټله


افغانستان نن له نيپال سره د اسيايي کپ د غوره ليګ مسابقه وکړه.

لوبه افغانستان پيل کړه، د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې په داسې حال کې نيپال ته د ٢٦٣ منډو هدف وټاکه چې د پنځوسم اوور درې توپونه يې لا پاتې وو.

نيپال لوبه ښه پيل نه کړه، لوبغاړي يې ډېر ټينګ نه شول. په دې برخه کې اورښت هم د افغانستان لپاره د ګټلو ښه زمينه برابره کړه.

افغانستان نيپال ته د ٢٦٣ منډو هدف ورکړى و، خو د اورښت له کبله د نيپال اورونه ٣٢ ته راټيټ شول او د ٢٣٧ منډو کم هدف ورکړل شو. نيپال ونه توانېد هدف پوره کړي. ځکه ميدان لوند و، فشار ورباندې زيات او هدف لوړ.

نهه تنه لوبغاړي يې وسوځېدل او يوازې يې ٢٧٨ منډې وکړې. نيپال ونه توانېد چې ١٠٨ نورې منډې وکړي.

دولت ځدراڼ د نيپال ٤، ميرويس اشرف ٢، امير حمزه او محمد نبي يو يو لوبغاړي وسوځول. د نيپال يو لوبغاړى رن اوټ شو.

افغانستان په نننۍ بريا سره د اسيايي جام د غوره ليګ مسابقو اتلولي وګټله.

افغانستان د دې مسابقې په لړۍ کې هانګ کانګ، عرب اماراتو او عمان ته هم ماتې ورکړې ده، خو کوربه هېواد ماليزيا ته يې لوبه بايللې ده.
XS
SM
MD
LG