د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

سي ای اې په افغانستان کې خپلې قراردادي ملیشې منحلوي


سي ای اې یا د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره د افغانستان په جنوب او ختیځ کې هغه سیمه ییزې ملیشې ړنګوي چې د تروریزم ضد جګړې لومړې کرښه کې یې ځیني کار اخیست.

خو له دې سره دا اندېښنې پیدا شوي، چې د دې ملیشو له ړنګیدو وروسته به په دې سیمه کې امنیتي خالیګا رامنځ ته شي او ښايي طالب او القاعده وسلوال یې ځای ونیسي. خو افغان حکومت وايي هڅه کوي چې افغان امنیتي ځواکونه د دې ملیشو ځای ونیسي.

د ولسمشرحامد کرزي ویاند ایمل فیضي د ډیلي بیسټ ورځپاڼې ته ویلي، سي ای اې یا د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې د هغو ملیشو سره د قراردادونو ختمول پیل کړي چې د امریکايي ځواکونو لپاره یې کار کاوه.

د ښاغلي فیضي په وینا د دې ملیشو یو شمېر یې د افغانستان په مهمو سیمو کې ځای پر ځای وي چې اوس به یې افغان امنیتي ځواکونه ځای نیسي.

خو یو شمېر افغان او امریکايي پوځي قومندانانو د ډیلي بیسټ ورځپاڼې ته ویلي، افغان امنیتي ځواکونه د هغو سیمو د ډکولو وس نه لري چې دې ملیشو په کې له سي ای اې سره همکاري کوله.

د ورځپاڼې په وینا په داسې حال کې چې سپینه ماڼۍ په افغانستان کې د روان کال تر پای د جګړې د پای ته رسولو تکل لري، د دې ملیشو ړنګیدل به په دې معني وي چې پر افغان او امریکايي اهدافو به د طالبانو بریدونه زیات شي.

په راپور کې ویل شوي، د دې ملیشو ړنګیدل به په افغانستان کې د القاعده وړې پاتې شوې برخې ته د لا ډیر تحرک او فعالیت فرصت برابر کړي.

په راپور کې د لوړ پوړو امریکايي چارواکو له خولې ویل شوي دي، په افغانستان کې د هغو ځايي ملیشو چې سي ای اې یې ملاتړ کاوه، ورو او تدریجي ړنګولو د امریکا د کانګرس ځینې غړي هم اندېښمن کړي، ځکه دوی مخکې فکر کاوه چې دا ځواکونه به افغانستان کې پاتې شي او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د طالبانو او القاعده خلاف جګړې ته دوام ورکړي.

خو ډیلي بیسټ په خپل راپور کې وايي، د سي ای اې چارواکو په دې اونۍ کې د امریکا د کانګرس غړیو ته وویل، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په کمیدو سره په دې هېواد کې د امریکا استخباراتي حضور هم کمیږي.


د ورځپاڼې په وینا، سي ای اې نه غواړي چې په افغانستان کې د لیبیا د بنغازي تجربه تکرار شي، چېرې چې تندلارو د امریکا پر ډیپلوماتیکو دفترونو برید وکړ او د امریکا سفیر، د نوموړي یو همکار او د سي ای اې دوه کارکونکې یې ووژل.

ډیلي بیسټ ورځپاڼې د یو شمېر اوسنیو او پخوانیو امریکايي او افغان چارواکو له خولې چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي ویلي.

سي ای اې له دوه زره یوم کال وروسته چې امریکايي سرتیري افغانستان ته ورغلل د یو شمیر افغان نیمه پوځي ډلو روزنه پیل کړی.

دا افغان ملیشې د ترویستانو پر ضد د خپلو ځانګړو عملیاتو له کبله شهرت لري.

په دې ځواکونو کې چې اوس له منځه تلو سره مخ دي، په کونړ کې د تروریزم ضد ملیشو یوه اونیم سوه کسیزه ډله او په خوست کې درې نیم زره سرتیري شامل دي.

دا ملیشې په خوست کې په هغه سیمه کې فعالیت کوي، چې د ډیورنډ د کرښې اغاړه له وزیرستان سره پوله لري. دا سیمه د وسلوالو مهم مرکز بلل کیږي.

یو امریکايي پوځي چارواکې ویلي، په خوست او کونړ کې دا ملیشي، د حقاني د شبکې او القاعده د وسلوالو د بریدونو د مخنیوي لپاره ښه او ماهرانه عملیات کوي او تر اوسه ددې دواړو د ړنګولو پلان نه شته.

ډیلي بیسټ وايي، د سي ای اې له خوا د روزل شویو ملیشو یوه نهه سوه کسیزه ډله د پکتیکا په شکین ولسوالۍ کې ړنګه شوه.

د افغانستان یو لوړ پوړي استخباراتي چارواکې ویلي، دا کسان پرته له دې چې مخکې له مخکې خبر ورکړل شي، د څو میاشتو تنخوا او یو دوه ټوپکونه ورکړل شوې او ورته ویل شوي چې تاسو نور رخصت یئ. د دې ړنګې شوې ډلې وسلوالو مستقیا طالبانو ته مخه کړې ده.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي دیلي بیسټ ته ویلي په پکتیکا کې ددې ملیشې د ړنګولو په اړه افغان حکومت ته خبر نه و ورکړل شوی خو سره له دې هم حکومت هڅه وکړه چې ددې ړنګې شوې ډلې وسلوال د افغانستان په پوځي ادارو کې ځای کړي څو یې له مهارتونو څخه د طالبانو د بریدونو په مخنیوي کې کار واخلي.
XS
SM
MD
LG