د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

د بدخشان له مصیبت ځپلو سره د مرستو په ویش کې ګډوډي


امریکا چاپ، کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په بدخشان ولایت کې د ځمکې خوښیدنې له مصیبت ځپلو سره د مرستو په ویش کې د ستونزو او بریتانیا چاپ ورځپاڼې فایننشل ټایمز په افغانستان کې د مسکو د نویو هلو ځلو په اړه مضمونونه خپاره کړي دي.

کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه په بدخشان ولایت کې د مرستندویه موسسو د کارکوونکو او د سیمې د خلکو له خولې لیکي:

د ارګو ولسوالۍ خلک د مرستو په ویش کې د بې نظمیو او ګډوډیو له امله د اوبو، خوراکي موادو او خیمو د کمښت له ستونزو سره مخامخ دي، خو له دغو مصیبت ځپلو سره په کافي اندازه مرستې شوي دي.

ورځپاڼه د مرستو په ویش کې د ګډوډیو د څرګندولو په مقصد د سیمي د یوه اوسیدونکې برخه لیک بیانوي او لیکي:

د اب باریک د کلي اوسیدنکي عبدالخالق چې په کلې کې یي د جمعې په ورځ یوه ډیره بیرونکې او غمجنه پیښه رامنځ ته شوه او شاوخوا دوه نیم زره کسان په کې مړه او تر خاورو لاندې شول، هڅه یي وکړه چې د مرستندویه موسسو کارکوونکو ته ثابته کړي چې دی د همدغه کلي اوسیدونکی دی او مرستو ته اړتیا لري.

عبدالخالق تذکره نه لري او دا ځکه چې تذکره او هر څه یي تر خاور لاندې شوي دي. له همدې امله نوموړې ونه کړای شول چې د یکشنبې تر ورځې پورې یوه خیمه ترلاسه کړي.

د سیمې اوسیدونکو کریسچن ساینس مانیتر ورځپاڼې ته ویلې، د نورو ولسوالیو څخه ځیني کسان چې د اب باریک د کلې له مصیبته زیان شوي نه دي، هم د مرستو د ترلاسه کولو په مقصد دغه ځای ته راغلي دي.

ورځپاڼه وړاندي لیکي:

که څه هم چې افغان جګ پوړې چارواکي هر ورځ د پیښې له ځایه لیدنې کتنې کوي، خو بیا هم د سیمي د خلکو په وینا، د حکومت هلې ځلې منسجمې او منظمې نه دي او اصلي مستحقو کسانو ته د مرستو رسیدل ډاډمن نه دي.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې: مسکو تیرې خاطرې تازه کوي – تر سرلیک لاندې یو تحلیلي مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکي:

روسانو یو ځل بیا افغانستان ته مخه کړې ده. د پخواني شوري اتحاد له اشغال څخه ۲۵ کاله وروسته مسکو غواړي چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د وخت ۱۵۰ پروژې بیرته راژوندۍ او ورغوې او د دې هېواد د اقتصادي او امنیتي تاسیساتو په بیا رغاونه کې مرستې وکړي.

فایننشل ټایمز لیکي:

په کابل کې د کور جوړولو فابریکه چې د روسانو د مرستو د لیست په سرکې ده او د ۲۵ میلونو ډآلرو په پانګونې فعالیت کوي، د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې د کابل د مکرورویانو په جوړولو کې ښه شهرت لري.

مسکو دغه راز غواړې د پخواني شوروي اتحاد فرهنګي مرکز بیرته ورغوي او په کابل کې د ډوډۍ پخولو د یوې سترې فابریکې په څير یي یو شمېر پلانونه تر لاسه لاندې دي.

فایننشل ټایمز لیکي:

په افغانستان کې د روسیې سفیر اندري اویتسیان چې په دې هېواد کې ډپلوماتیکې سابقه هم لري، د اقتصادي او بیا رغاونې د پروژو څار به کوي.
XS
SM
MD
LG