د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

جمعیت اصلاح: د مرستو لومړى کاروان بدخشان ته په رسېدو دى


له کله نه، چې په بدخشان ولایت کې دردونکې پيښه رامنځته شوه، نوپه ټول هېواد کې د دولتي چارواکو او ځينو خیره ټولنو له خوا د مرستو د راټولولو کمپاینونه پيل شول.

د مرستو د راټولولو په دې کمپاین کې د جمعیت اصلاح په نامه ټولنې هم په پراخه کچه برخه واخیسته.

په ختیځه سیمه کې د یادې ټولنې مشرعبدالرحيم سراف وايي، په بدخشان ولایت کې د دې دردونکې پېښې رامنځته کیدو سره سم دوی د ختیځو ولایتونو ټولو ولسوالیو ته خپل استازي واستول اوس هم یاد کمپاین روان دی.

نوموړی وايي، دا چې هلته خلک بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري، نوپه همدې اساس له راټولو شویو مرستو څخه لومړنۍ کاروان د دوشنبې په ورځ له ننګرهاره کابل ته ولاړ او بیا د نورو ولایتونو مرستو سره يوځای بدخشان په لور حرکت کړی، چې په نږدې وخت کې به ځپل شویو کورنیو ته ورسیږي.

نوموړی وايي، په دې مرستو کې د نغدي پيسو ترڅنګ د غاړې کالي او لوخي شامل دي:

"په دې مرستو کې، چې خلکو راوړي، ۷۵۰ نارینه کالي،۴۴۰ ښځینه کالي،۵۰۰ جوړه د ماشومان کالي،۱۵۰ جوړه بوټان او چپلکې،۱۰۰ واسکټ او کورتی،۲۰ کمپلې او توشکې، یو لک افغانۍ او یو د سرو هار دی، چې یوې میرمنې صدقه کړ او له دې پرته دا کمپاین روان دی"

د جمعیت اصلاح د ټولنې يو غړی محمدګلاب توحیديار وايي، په ولسوالیو کې ډيری خلک غریب دي، خو بیا هم په لسګونو کورنیو، چې نغدي مرستو ته يې توان نه رسیده، د کور لوخي د مرستې په نوم ورکړل.

د توحیدیارپه خبره د بدخشان د پيښې په اړه د خلکو غمرازي تردې حده ژوره وه، چې د یوې غریبې کورنۍ میرمن، چې نغدې پيسې نه درلودې د خپلې غاړې هار د بدخشان ځپل شویو کورنيو ته صدقه کړ:

"د ننګرهار خلک په دې ویر کې دومره شریک و، چې زه یو څو مثاله درکوم، په دې مرستو کې دا کالي وګورئ، چې دا د غاړې کالي، نوره نغدي وس يې نه دی رسیدلی، چا به چې په کور کې پينځه ګیلاسه درلودل له هغې به به يي یو ګیلاس راوړ، چا به، چې په کور کې لس جوړه کالي درلودل هغوی به پینځه جوړه ځان ته او نور به يې راوړل، د دې ترڅنګ زموږ سیکان وروڼو په دې ملي ماتم کې ځان شریک کړ او اخلاص يې وښودو"


د جمعیت اصلام د ټولنې مسولین وايي، د دوی دا کمپاین د هېواد په ټولو ولسوالیو او ښارونو کې روان دی او تر جمعې ورځې پورې به د دوی د راټولو شویو مرستو بل کاروان هم متضرره کورنیو ته ورسوي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت ویاند احمدضياعبدالزي ازادۍ راډيو ته ویلي،چې د امانزاده په نامه یوه شخصي تجار د شپږدیرش ټنه خوراکي توکو په ارزښت بيړنۍ مرسته د دوشنبې په ورځ ځپل شویو کورنیو ته واستول.

نوموړي وویل، هغه کمیټه،چې د ولایت مقام لخوا جوړه شوې وه،ترڅو د بدخشان د پيښې ځپل شویو کورنیو ته مرستې راټولې کړي،هغوی هم د دوشنبې په ورځ پريکړه وکړه،چې یو بانکي اکاونټ به جوړوي او دې اکاونټ ته به د د ټولو دولتي کارمندانو هغه که په ملکي او یا نظامي برخه کې وي د هغوی د یوې ورځې معاش دې کاونټ ته جمع کیږي او بیا به د نورو راټولو شویو مرستو سره یو ځای د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ د دردونکې پېښې ځپل شویو کورنیو ته استول کیږي.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG