د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

دلیل: په پاکستان کې د ګوزڼ د پیښو زیاتیدل افغانستان ته ګواښ دی


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په پاکستان کې د ګوزڼ د پیښو ډیریدل د افغانستان لپاره هم جدي خطر دی.

د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ زیات دی او ممکن ویروس یې دې هېواد ته هم ولیږدول شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې د روغتیا نړېوال سازمان اعلان وکړ چې؛ په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پیښې تر پخوا ډیرې شوي.

په پاکستان کې د ګوزڼ د پیښو زیاتیدل د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت سختې اندیښنې هم را پارولي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیره ثریا دلیل وایي، چې هره ورځ ډیر شمېر خلک پاکستان ته تګ راتګ کوي او ممکن له هغه هېواده افغانستان ته د ګوزڼ ویروس را انتقال کړي.

ثریا دلیل د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان هغو سیمو ته به دا ویروس ولیږدول شي چې ډیورنډ کرښې ته نږدې پرتې دي:

"معلومه خبره دا د افغانستان لپاره یو جدي ګواښ دی ځکه پاکستان یې ګاونډی دی او اوږده ګډه پوله لري.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ ډیر زیات دی او دا د دې لامل ګرځي چې د ګوزڼ ویروس په جنوبي او ختیځو سیمو کې خپور شي."


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا اندیښنه وروسته له هغې څرګندوي چې ډبلیو، ایچ او یا نړېوال روغتیایي سازمان اعلان وکړ، چې په پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو پیښې له اوو نه سږکال نهه پنځوسو ته زیاتې شوي.

ان ویل شوي چې له پاکستانه مصر، سوریې او ځینو نورو هېوادونو ته هم د ګوزڼ ویروس انتقال شوی او دا مهال پاکستان، افغانستان او ناجیریا د دې وژونکې ناروغۍ د ویروس له خطر سره مخامخ دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم وایي، چې په تیرو کلونو کې په دې هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ ډیرې پیښې په کندهار او هلمند کې لیدل شوې وې خو سږ کال دا پیښې په کونړ، لغمان او ننګرهار کې لیدل شوي.

د عامې روغتیا وزیره ثریا دلیل وایي، دوی هڅه کوي چې له پاکستان سره په پوله کې د پولیو یا ګوزڼ د واکسین د تطبیق مرکزونه زیات کړي ترڅو دې هېواد ته یې د انتقال مخه ونیول شي:

"د تورخم او سپین بولدک په ګډون په نورو سرحدي سیمو او پاکستان ته د تګ راتګ پر لارو له پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکو ماشومانو ته د پولیو د واکسین د تطبیق مرکزونه زیاتوو.

خو دا وایم، چې پاکستان په قطعي ډول افغانستان ته د ګوزڼ د ویروس منبع ده او دا د دې سبب کیږي چې زموږماشومان هم په ګوزڼ اخته شي."


د روغتیا نړېوال سازمان څرګنده کړې چې د ګوزڼ ډیرې پیښې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو او قبایلي سیمو کې لیدل شوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم وایي، د پولیو یا ګوزڼ کومې پیښې چې په افغانستان کې موندل شوي له هغه ویروس سره ورته دي چې په پاکستان کې موجود دي.

دوی وایی، د دې وژونکې ناروغۍ د ویروس د مخنیوي لپاره دا مهمه ده چې افغانستان او پاکستان په پوره همآهنګۍ په دواړو هېوادونو کې د واکسین ملي کمپاینونه عملي کړي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG